اسلام آباد۔07 اکتوبر(اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزیرِ محسن نقوي او وزیرِ مملکت طلال چوهدري سره د پولینډ د کونسل آف منسټرز مشر وزیر ټوماش شیمونیاک ملاقات وكړو چې پكښې په دوه اړخيزه مرسته، په انټیلی جنس شیئرنګ او د منظمو جرائمو په مخ نيوي خبرې وشوې ۔ د كورنيو چارو وزارت نه جاري بیان تر مخه ملاقات كښې اتفاق راغلو چې د دواړو هېوادونو تر مينځه …
د پاکستان او پولېنډ داخله وزيرانو ملاقات، په دوه ارخيزه امنيتي مرسته و نورو چارو خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد۔07 اکتوبر(اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزیرِ محسن نقوي او وزیرِ مملکت طلال چوهدري سره د پولینډ د کونسل آف منسټرز مشر وزیر ټوماش شیمونیاک ملاقات وكړو چې پكښې په دوه اړخيزه مرسته، په انټیلی جنس شیئرنګ او د منظمو جرائمو په مخ نيوي خبرې وشوې ۔ د كورنيو چارو وزارت نه جاري بیان تر مخه ملاقات كښې اتفاق راغلو چې د دواړو هېوادونو تر مينځه میوچل لیګل اسسټنس بشمول بېلا بېل مفاهمتي یادداښتونو ته به زر حتمي شکل وركړے شي ، د وزیر مملکت طلال چوهدري په مشرۍ كښې د داخله وزارت يو اعلې پلاوې به ډېر زر د پولینډ دورہ وكړي ۔ محسن نقوي خبر كړل چې د حکومتي ګامونو څخه پاکستان څخه د اروپا په لور غیر قانوني امیګریشن كښې 64 فیصد ښكاره کمے راغلے دے ۔ دغس ېدواړو لارښودو د غیر قانوني لارو په مخ نيوي او د پاکستانیانو لپاره د روزګار او قانوني امیګریشن موقعو زياتولو پشمول په آفیشل پاسپورټس باندې ویزہ فري سهولت وكرولو غور وكړو ۔ پولش وزیر منطقه كښې د امن لپاره د پاکستان کردار او د ترهه ګرۍ مخ نيوي هلو ځلو په زړه پورې تائید وكړو۔ دغسې محسن نقوي د اروپائي ائتلاف د جي ایس پي پلس سټیټس كښې د پولینډ د مرستې مننه وكړه ۔










