ايران له به د جنګ خاتمې لپاره  د جوهري وسلو وده زياته كمول وي ٬ د امرېكې نائب صدر

  واشنګټڼ۔ 7 اكتوبر (اے پي پي) د امرېكې نائب صدر جے ډي وېنس وئېلي دي  ايران له به د جنګ خاتمې  لپاره د  جوهري  وسلو وده ډېره كمول وي ۔ د رائټر تر مخه  جے ډي وينس ووئېل  تر كومې هم لوظ نامې رسېدو لپاره به ايران له خپله جوهري وده كمول وي او دا به يوازې تر وعدو او باور وركولو محدود نه وي۔  هغه ووئېل   كه ايران …

 

واشنګټڼ۔ 7 اكتوبر (اے پي پي) د امرېكې نائب صدر جے ډي وېنس وئېلي دي  ايران له به د جنګ خاتمې  لپاره د  جوهري  وسلو وده ډېره كمول وي ۔ د رائټر تر مخه  جے ډي وينس ووئېل  تر كومې هم لوظ نامې رسېدو لپاره به ايران له خپله جوهري وده كمول وي او دا به يوازې تر وعدو او باور وركولو محدود نه وي۔  هغه ووئېل   كه ايران جوهري وسلې نه غواړي  نو دوي ته د 60 فيصده يورينيم څه ضرورت دے٬ كه دا ثابت كول غواړي  چې جوهري وسلې به نه جوړوو  نو انتهائي   افزوده ايندهن دې نه جوړوي  ٬ دا يوه بنيادي نكته ده۔ د هغه وېنا وه    كه په رښتيا ايران د جوهري وسلو نه جوړولو عزم څرګندوي نو دوي له به د يورنيم  د ودې صلاحيت كښې واضحه  او عملي كمے راوستل وي۔ واضحه دې وي ايران  او د امرېكې  په تېرو اوونيو كښې  د جنګ خاتمې او د آبنائے هرمز پرانستلو په اړه  په مختلف وړاندېزونو خبرې كړي٬ صدر ټرمپ د ايران تازه وړاندېز رد كړے   او هغه خبردارے وركړے دے چې په نومبر كښې د كېدونكو  د منځنې مودې ټاكنو نه پس  پوځي كاروائۍ لا ګړندۍ كېدې شي۔