غزہ 07 اكتوبر (اے پي پي) غزہ كښې د اسرائیلي پوځ په بريدونو كښې 3 نور فلسطینیان شهیدان شول ۔ د شنهوا تر مخه د غزہ سول ډیفنس وياند محمود بسال وئېلي دي تېره ورځ د مغربي غزہ ښار كښې الشفا میډیکل کمپلیکس سره نزدې د اسرائیلي پوځ په بريد كښې يو فلسطینے شهید شو ۔ هغه ووئېل په يوه بله پیښه كښې په مينځني غزہ ښار كښې د اسرائیلي …
غزہ كښې د اسرائیلي پوځ په بريدونو كښې 3 نور فلسطینیان شهیدان

مزید خبریں
غزہ 07 اكتوبر (اے پي پي) غزہ كښې د اسرائیلي پوځ په بريدونو كښې 3 نور فلسطینیان شهیدان شول ۔ د شنهوا تر مخه د غزہ سول ډیفنس وياند محمود بسال وئېلي دي تېره ورځ د مغربي غزہ ښار كښې الشفا میډیکل کمپلیکس سره نزدې د اسرائیلي پوځ په بريد كښې يو فلسطینے شهید شو ۔ هغه ووئېل په يوه بله پیښه كښې په مينځني غزہ ښار كښې د اسرائیلي بريد په نتيجه كښې د فلسطین يو ځوان شهید او ګڼ ژوبل شول۔ هغه ووئېل د سوئېلې غزہ په پټۍ خان یونس كښې د اتوار په ورځ د اسرائیل په ډزو ژوبل شوے ځوان هم شهید شو ۔ د طبي ذرائعو تر مخه د اسرائیلي پوځ په ډزو د غزہ پټۍ په مختلف سيمو كښې ګن فلسطینیان ژوبل شوي كوم چې روغتون ته منتقل كړے شول ۔ مقامي ذرائعو ووئېل د اسرائیل چورلكو په خان یونس او رفح كښې او د اسرائیل پوځي ګاړو د غزہ پټۍ په قطبي برخه كښې ډزې كړي ۔ د غزہ د روغتيا محكمې چارواكو ووئېل په 10 اکتوبر 2025 د جنګ بندۍ نه پس د شوو مرګونو شمېره 1,462 ته رسېدلې ده ۔ د چارواكو تر مخه د 7 اکتوبر 2023 نه پس غزہ كښې 74,245 فلسطینیان شهیدان شوي دي۔









