صدر مملكت آصف علي زرداري خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې د ترهګرو خلاف په كاميابه كارروايۍ امنيتي ځواكونو ته درناوې وړاندې كړو

اسلام آباد۔7اکتوبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري په خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې د ترهګرو خلاف په كاميابه كارروايۍ امنيتي ځواكونو ته درناوې وړاندې كولو سره وئيلي دي امنيتي ځواكونو د ترهګرو خلاف د مؤثره او پرېكنده كارروايۍ د لارې د قوم د عزم او حوصلې عكاسي كړې ده۔ د شورو په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت په …

اسلام آباد۔7اکتوبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري په خېبر پښتونخوا او بلوچستان كښې د ترهګرو خلاف په كاميابه كارروايۍ امنيتي ځواكونو ته درناوې وړاندې كولو سره وئيلي دي امنيتي ځواكونو د ترهګرو خلاف د مؤثره او پرېكنده كارروايۍ د لارې د قوم د عزم او حوصلې عكاسي كړې ده۔ د شورو په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت په قطبي وزيرستان كښې د انټېلي جنس بېسډ آپرېشن په مهال د 13 خوراجو په وژلو د امنيتي ځواكونو د مړانې او پېشه ورو صلاحيتو ستاينه كړې او په مستونګ كښې د فتنة الهندوستان ترهګرو خلاف په كاميابه كارروايۍ كولو يۍ هغوي ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ صدر مملكت ووئيل امنيتي ځواكونو د ترهګرو خلاف د مؤثره او پرېكنده كارروايۍ د لارې د قوم د عزم او حوصلې عكاسي كړې ده۔ دا كارروايۍ د ترهګر عناصر خلاف د كلك عزم ښكاره څرګندونه ده۔ صدر مملكت ووئيل د ترهګرو د بهرنيو سرپرستانو او د مقامي سهولت كارانو سازشونه به ناكامه كولې شي۔

مزید خبریں