نيو يارك ۔ 6 اكتوبر(اے پي پي) د امرېكې كوسټ ګارډ د ميسا چوسټس ايالت سره نزدې د نېنټك جزيرې ساحل سره په سمندر كښې د پرېوتې مېډيكل الوتكه كښې د ناستو 6 كسانو لټون تر 66 ساعتو كولو نه پس معطل كړو۔ د شنهوا تر مخه كوسټ ګارډ خپل بيان كښې ووئېل د اتوار په ماښام سمندر كښې د لټون كار اودرلے شو ۔ د كوسټ كرډ د …
امريكا كښې د مېډيكل الوتكې پیښه٬ د 6 كسانو لټون معطل٬ د ټولو كسانو د مرګ اندیښنه
نيو يارك ۔ 6 اكتوبر(اے پي پي) د امرېكې كوسټ ګارډ د ميسا چوسټس ايالت سره نزدې د نېنټك جزيرې ساحل سره په سمندر كښې د پرېوتې مېډيكل الوتكه كښې د ناستو 6 كسانو لټون تر 66 ساعتو كولو نه پس معطل كړو۔ د شنهوا تر مخه كوسټ ګارډ خپل بيان كښې ووئېل د اتوار په ماښام سمندر كښې د لټون كار اودرلے شو ۔ د كوسټ كرډ د قطبي ختيزې ضلعې كمانډر مةتهو ليك ووئېل د لټون معطل كولو پرېكړه آسانه نه وه ٬ د ځپلو كورنيو او د هغوي د خپلوانو سره د غمرازۍ څرګندونه كوو۔ د كاناډا ايئر مېډيكل ټرانسپورټ كمپنۍ لېټي ډيوډ ايمبولېنس رجسټرډ دا الوتكه د برمودا نه بوسټن ته روانه وه ۔لېټي ڼيوډ ايئر ايمبولنس خپل بيان كښې ووئېل د چاواكو راكړو معلوماتو او د لتون او مرستې مرحلې په تر سره كېدو كمپڼي دې زړه ورانونكې حقيقت سره مخ ده۔په الوتكه كښې د څلورو ملازمانو ٬ رنځورانو سره د كورنۍ د يو كس د مرګ اندیښنه ده ۔










