اسلام آباد۔5اکتوبر (اے پی پی)د قومی اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د استاذانو خدمتونو ته د عقیدت پيرزوينې وړاندې کولو سره وئيلي دي په یو لوستې، باخبره او مهذبه ټولنه جوړولو کښې د استاذانو رول مرکزي حیثیت لري۔ هغه وویل چې استاذان نوې كول په علم او پوهې د سنګارولو تر څنګ هغوی له خپلو ملي مسؤلیتونو او فرائضو څخه هم خبر ساتي۔ هغه د استاذانو خدمتونو ته په …
لوستې ٬ باشعوره او مهذبه ټولنه تشكيلولو كښې د استاذانو كردار مركزي حېثيت لري: د قومي اسمبلۍ سپيكر

مزید خبریں
اسلام آباد۔5اکتوبر (اے پی پی)د قومی اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق د استاذانو خدمتونو ته د عقیدت پيرزوينې وړاندې کولو سره وئيلي دي په یو لوستې، باخبره او مهذبه ټولنه جوړولو کښې د استاذانو رول مرکزي حیثیت لري۔ هغه وویل چې استاذان نوې كول په علم او پوهې د سنګارولو تر څنګ هغوی له خپلو ملي مسؤلیتونو او فرائضو څخه هم خبر ساتي۔ هغه د استاذانو خدمتونو ته په قدر او درناوي د کتلو او د دوی د حقونو تحفظ باوري کولو په حاجت زور هم راوړو۔ ددې خيالاتو څرګندونه د اسمبلۍ سپيكر اياز صادق د استاذانو نړيوالې ورځې په موقع خپل پېغام كښې وكړه كومه چې هر كال د اكتوبر په 5 مه نېټه لمانځلې شي۔ سپيكر ووئيل د هېواد روښانه سباؤن لپاره زده كړو ته وده وركول ضروري دي او دې مقصد لپاره د استاذانو كردار بنيادي اهميت لري۔ ده وویل د اوسني دور د غوښتنو په پام کې نیولو سره استاذانو له عصري تعلیمي نظام، ټیکنالوژۍ او څیړنې سره هم آهنګ كول او دوئي لپاره مناسب تدریسي چاپیریال او ضروري اسانۍ برابرول ضروري دي۔ سپیکر سردار ایاز صادق وویل چې د استاذانو د ستونزو حل، د هغوي د حقونو ساتنه او د هغوي پېشه ور صلاحيتونه لا ښه كولو له اغېزمن ګامونه پورته كول د وخت اهم ضرورت دے۔ ده زياته كړه چې پارلمان به د استاذانو د حقونو ساتنې، د د زده كړو د پراختیا او د ځوان نسل لپاره د ښو تعلیمي فرصتونو برابرولو لپاره خپل فعال رول لوبول روان وساتي۔ په دې موقع د قومي اسمبلۍ مرستیال سپیکر سید غلام مصطفیٰ شاه وویل چې استاذان د پوهې د رڼا خپرولو او د ټولنې د فکري او اخلاقي بنسټ په پیاوړي کولو کښې مهم رول لوبوي. هغه وویل چې د استاذانو د خدمتونو اعتراف او د هغو د درناوي لوړول د یوې مدني او پوهنې پالونکې ټولنې نښه ده۔ هغه استاذانو ته د استاذانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د درناوي په وړاندې کولو سره وویل چې د هغوي هلې ځلې او لارښوونه د نوي نسل د بریا او د هېواد د روښانه راتلونکي ضامن دي









