د پاکستان او سري لنکا کرکټ سیریز لپاره د میچ آفیشلز اعلان وكړے شو

  لاهور۔5 اکتوبر(اے پي پي)د پاکستان او سري لنکا انډر17 کرکټ سیریز لپاره د میچ آفیشلز اعلان وكړے شو۔ د دواړو ډلو تر مينځه  ملتان كښې يو درې ورځني میچ او 5 ون ډے میچز به كېږي، د كومو لپاره چې  د امپائرز او  میچ ریفریز ذمه وارۍ هم  سپارلې شوي دي ۔ د پاکستان او سري لنکا انډر 17 ډلو تر مينځه   درې ورځنے  میچ به د  9  نه …

 

لاهور۔5 اکتوبر(اے پي پي)د پاکستان او سري لنکا انډر17 کرکټ سیریز لپاره د میچ آفیشلز اعلان وكړے شو۔ د دواړو ډلو تر مينځه  ملتان كښې يو درې ورځني میچ او 5 ون ډے میچز به كېږي، د كومو لپاره چې  د امپائرز او  میچ ریفریز ذمه وارۍ هم  سپارلې شوي دي ۔ د پاکستان او سري لنکا انډر 17 ډلو تر مينځه   درې ورځنے  میچ به د  9  نه تر11  اکتوبر ملتان کرکټ سټیډیم كښې كېږي  ۔په دې  میچ كښې  امتیاز اقبال او  ثاقب خان به د آن فیلډ امپائرز ذمه وارۍ تر سره كوي  ،دغسې د میچ نور  آفیشلز به هم د  ټاكلي شیډول تر مخه  خپلې ذم وارۍ  تر سره كوي ۔ د درې ورځني میچ نه پس  د دواړو ډلو تر مينځه  د 5 ون ډے میچز  سیریز به هم كېږي ۔ ون ډے میچز به د 15  نه تر 24 اکتوبر كېږي  او د دې  مقابلو لپاره  اقبال شیخ د میچ ریفري  مقرر کړے شوے دے ۔ د پاکستان او سري لنکا  د انډر17 ډلو دا سیریز به د ځوانانو لوبغاړو د صلاحیتونو د  اظهار موقع موقع وي

مزید خبریں