پېښور۔ 05 اکتوبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر په ډېره اسماعيل خان كښې د كاميابې كارروايۍ په مهال د 3 خوارجو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوينې وړاندې كړې دي۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې ګورنر ووئيل خېبر پښتونخوا څخه د ترهګرۍ بشپړه خاتمې لپاره د امنيتي ځواكونو كارروايۍ د ستاينې وړ دي۔ د ترهګرو خلاف كارروايۍ د هغوي شبكې كمزورې كولو كښې مهم كردار ترسره …
ګورنر فېصل كريم كنډي ډېره اسماعيل خان كښې په كاميابه كارروايۍ كولو امنيتي ځواكونو ته پېرزوينې وړاندې كړې

مزید خبریں
پېښور۔ 05 اکتوبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر په ډېره اسماعيل خان كښې د كاميابې كارروايۍ په مهال د 3 خوارجو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوينې وړاندې كړې دي۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې ګورنر ووئيل خېبر پښتونخوا څخه د ترهګرۍ بشپړه خاتمې لپاره د امنيتي ځواكونو كارروايۍ د ستاينې وړ دي۔ د ترهګرو خلاف كارروايۍ د هغوي شبكې كمزورې كولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل د فتنة الخوارج خلاف د عزم استحكام وژن لاندې كارروايۍ به د ترهګرۍ تر بشپړه خاتمې روانې ساتلې شي۔ ګورنر د دې عزم څرګندونه وكړه چې بهرنې ملاتړ او مرسته لرونكي ترهګر عناصر به خپلو ناوړه عزائمو كښې په هر صورت ناكامه كولې شي او په صوبه كښې تلپاتې امن په ځاې كولو له به ټول ضروري ګامونه پورته كولې شي۔










