د پاکستان پرمختګ د زده کړې معیار او د تکړه استادانو مینې ٬ محنت او عزم سره تړلې دې: د وزيراعظم شهباز شريف د استاذانو نړيوالې ورځې په موقع پېغام

اسلام آباد۔05اکتوبر (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي د پاکستان پرمختګ د زده کړې معیار او د تکړه استادانو مینې ٬ محنت او عزم سره تړلې دې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم شهباز شريف د استاذانو نړيوالې ورځې په موقع خپل پېغام كښې وكړه كومه چې د اكتوبر په 5 مه نېټه لمانځلې شي۔ وزیراعظم ووئيل …

اسلام آباد۔05اکتوبر (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي د پاکستان پرمختګ د زده کړې معیار او د تکړه استادانو مینې ٬ محنت او عزم سره تړلې دې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم شهباز شريف د استاذانو نړيوالې ورځې په موقع خپل پېغام كښې وكړه كومه چې د اكتوبر په 5 مه نېټه لمانځلې شي۔ وزیراعظم ووئيل د استاذانو نړيوالې ورځې په موقعه پاكستان او ټوله نړۍ كښې د سباؤن معمارانو او د ځوانانو د تعليم او تربيې په څير مقدس فرض ترسره كونكو استاذانو ته د زړه له كومې درناوې وړاندې كوم۔ وزیر اعظم ووئيل د استاذانو جذبه ٬ علم او عزم د قامونو سباؤن تشكيل كوي۔ وزیراعظم ووئيل د ځوانانو په كردار جوړولو كښې د درس ځايونه او استاذان د هېواد د ترقۍ او خوشحالۍ بنياد مضبوطوي۔ وزيراعظم ووئيل د تعليم نظام د قابلیت شناس، معیاری او نړيوالو غوښتنو سره همكاره كول د حكومت لومړۍ ترجيح ده۔ وزيراعظم ووئيل حكومت د استاذانو د پېشه ورې تربيې ٬ عصري  تعليمي وسائلو او په زړه پورې چاپېريل د رامخې ته كولو عزم كوي۔ اسلام آباد كښې نېشنل انسټی ټیوټ آف اېکسیلنس اِن ټیچر ایجوکیشن (اېن آئی ای ڼی ای) جوړول په دې لړ كښې يو مهم ګام دے۔ وزیر اعظم ووئيل حكومت د قومي نصاب پاكستان دلارې نصاب كښې په اصلاحڅات كښې هم بشپړ كار كيږي۔

مزید خبریں