پېښور ،اسلام آباد ۔4اکتوبر(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي او د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په صوبه كښې په زياتېدونكې ناامنۍ ٬ سياسي وضعې او د لانګ مارچ په نتيجه كښې د رامخې ته كېدونكي صورتحال په شمول په نورو مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه كولو سره په دې خبره اتفاق كړې دې چې صوبه له ترهګرۍ ساتلو له به د آئيني دايرې دننه …
خېبر پښتونخوا له ترهګرۍ او تباهۍ ژغورلو لپاره به په قانوني دایره کښې كوټلي اقدامات كول وي: د ګورنر او داخله وزیر اتفاق
پېښور ،اسلام آباد ۔4اکتوبر(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي او د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په صوبه كښې په زياتېدونكې ناامنۍ ٬ سياسي وضعې او د لانګ مارچ په نتيجه كښې د رامخې ته كېدونكي صورتحال په شمول په نورو مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه كولو سره په دې خبره اتفاق كړې دې چې صوبه له ترهګرۍ ساتلو له به د آئيني دايرې دننه پاتې كېدو سره مؤثر اقدامات كول وي۔ د اتوار په ورځ ګورنر آفس څخه د جاري شوي بيان له مخې د ګورنر فېصل كريم كنډي او وفاقي داخله وزير محسن نقوی ترمنځه په ګورنر هاؤس پېښور كښې شوي ملاقات كښې د صوبائي كچې په يو شمېر چارو خبرې اترې وشوې۔ دواړو لارښودو په صوبه كښې په زياتېدونكې ناامنۍ ٬ سياسي وضعې او د لانګ مارچ په نتيجه كښې د رامخې ته كېدونكي صورتحال په شمول په نورو مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښې په دې خبره اندېښنه ښكاره كړې شوه چې د لانګ مارچ په مهال ترهګرو ته له امنيتي پوستو څخه خفاظت سره د اوړېدو موقع په لاس ورتلې شي۔ په ملاقات كښې د خېبر پښتونخوا اعلی وزير او صوبائي وزيرانو په لانګ مارچ كښې د چورلكې او نورو سركاري وسائلو كارول د اسلام آباد د هائي كورټ د پرېكړو ښكاره خلاف ورزي وګرځوله۔ په ملاقات كښی د شريكې خوښې په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه او يو شمېر چارو مشاورت وكړې شو۔ ملاقات كښې په دې خبره هم اتفاق وشو چې صوبه ترهګرۍ او تباهۍ څخه بچ كولو له چې كله هم صدر مملكت او وزيراعظم ګورنر راج يا اېمرجسني لګولو ضروري وګڼي نو ګورنر به خپل بشپړ آئيني كردار ترسره كوي










