تحريک انصاف خپله دوه ګونې تګلاره پرېښودلو ته تيار نه دې: عطاﺀ تارړ

اسلام آباد۔4اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې د پي ټي آئي دا طريقه پاتې شوې ده چې هغوي خبرو له راځي خو خپله دوه ګونې تګلاره پرېښودلو ته تيار نه دې۔ د اتوار په ورځ دلته خپلو خصوصي خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د خېبر پښتونخوا صوبې غیور اولس ته تحفظ وركولو او امنيت باوري كول د صوبائي حكومت ذمه واري ده۔ …

اسلام آباد۔4اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې د پي ټي آئي دا طريقه پاتې شوې ده چې هغوي خبرو له راځي خو خپله دوه ګونې تګلاره پرېښودلو ته تيار نه دې۔ د اتوار په ورځ دلته خپلو خصوصي خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د خېبر پښتونخوا صوبې غیور اولس ته تحفظ وركولو او امنيت باوري كول د صوبائي حكومت ذمه واري ده۔ كه صوبائي حكومت د خپلو وګړو د ځان او مال تحفظ نه شي كولې نو دا ناكامي ده۔ ده ووئيل د انصاف لخوا بېل بيانونه رامخې ته كيږي۔ ده ووئيل د تحريك انصاف پالېسي د ترهګرۍ ډاډګيرنه ٬ ترهګرۍ ته وده وركول او د ترهګرۍ په ټوله صوبه كښی د له خپرولو سوا بل څه نه دي۔ ده ووئيل اوس به انتخاب كول وي پاكستان سره كېږۍ يا افغانستان سره۔ دوئي ګټه پاكستان څخه پورته كوي او ملاتړ د افغانستان كوي۔ دا دوه ګونې تګلارې يو ځاې تللې نه شي۔ ده  وئيل په هنګو ٬ ډي آئي خان او كوهاټ كښی بې ګناه وګړي مري۔ د رېسكيو وركرز وينه تويولې شي او وزيراعلی سهېل آفريدي سره د بنديوان د راخوشې كولو غم دے۔