پېښور 30 ستمبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعليٰ محمد سهېل آفريدي د حيات آباد ټول پلازه انډر پاس پرانسته وكړه ۔ د وزيراعليٰ هاٶس وياند له مخې حيات آباد ټول پلازه انډر پاس د 1.6 اربه روپو په لګښت د 90 ورځو په لنډه موده كښې بشپړ كړے شوے د كوم اوږد والے چې 500 ميټر او بېرل 130 ميټره اوږد دے۔ په منصوبه كښې 665 پائلز او …
وزيراعليٰ محمد سهيل آفريدي د حيات آباد انډر پاس پرانسته وكړه

مزید خبریں
پېښور 30 ستمبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا وزيراعليٰ محمد سهېل آفريدي د حيات آباد ټول پلازه انډر پاس پرانسته وكړه ۔ د وزيراعليٰ هاٶس وياند له مخې حيات آباد ټول پلازه انډر پاس د 1.6 اربه روپو په لګښت د 90 ورځو په لنډه موده كښې بشپړ كړے شوے د كوم اوږد والے چې 500 ميټر او بېرل 130 ميټره اوږد دے۔ په منصوبه كښې 665 پائلز او د دوو قطارونو انډر پاس شامل دے كوم چې به ډي ټور روډ (باړه سائيډ) څخه د رنګ روډ د ټرافېك جريان ښه كړي٬ د منصوبې بنيادي مقصد په حيات آباد ټول پلازه او دې سره په خوا اوشا لارو د ټرافېك فشار كمول٬ د ګاډو تګ راتګ آسانول او ډي ټور روډ څخه رنګ روډ پلو ټرافېك لپاره نېغ په نېغه او هواره لاره وركول دي۔ د انډر پاس جوړېدو سره به د ټرافېك غير ضروري خنډ لرې شي او تاخير كښې به كمے راشي او په سيمه كښې به ټرافېك مينجمنټ لا موثر شي۔۔ په دستوره كښې د صوبائي كابينې غړٶ مينا خان آفريدي، شفيع جان، مياں عمر کاکا خېل، عديل اقبال، د قامي اسمبلۍ غړو جنېد اکبر، آصف خان او د پېښور ټاكلے پارلماني غړو او د ګوند مشرانو سره سره په لويه شمېره وګړو ګډون كولو










