پېښور 30 ستمبر (اے پي پي) مالاكنډ پوهنتون كښې صحافت څانګې له مخې د نړيوال پوډ کاسټ ډے 2026 په موقع خاص دستوره وشوه ٬ د پوهنتون وياند له مخې د دستورې مركزي موضوع "The Power of the Journalist Podcast vs Algorithm Tutor " (د صحافت د پوډكاسټ طاقت په مقابل كښې الګورتهم ټيوټر) وه چې تابيا يې د صحافت څانګې اسسټنټ پروفيسر ډاکټر سجاد علي كړې وه ٬ …
مالاكنډ پوهنتون كښې د نړيوال پوډ کاسټ ورځې په اړه خاص دستوره

مزید خبریں
پېښور 30 ستمبر (اے پي پي) مالاكنډ پوهنتون كښې صحافت څانګې له مخې د نړيوال پوډ کاسټ ډے 2026 په موقع خاص دستوره وشوه ٬ د پوهنتون وياند له مخې د دستورې مركزي موضوع “The Power of the Journalist Podcast vs Algorithm Tutor ” (د صحافت د پوډكاسټ طاقت په مقابل كښې الګورتهم ټيوټر) وه چې تابيا يې د صحافت څانګې اسسټنټ پروفيسر ډاکټر سجاد علي كړې وه ٬ په دستوره كښې د سوشل سائنسز ډين پروفيسر ډاکټر عرب ناز او د ډين آف آرټس اينډ هيومينټيز پروفېسر ډاکټر قېصر خان خاص مېلمانه وٶ۔ په دې موقع خاص مېلمنو د زده كوٶنكو ډاډګيرنه وكړه او په جديد دور كښې ميډيا ته په ورمخئ ته چيلنجز ٬ نوو موقعو او د صحافت د سباون په اړه يې تفصيلي خبرې وكړې۔ هغوي د ډيجيټل ميډيا بدلېدونكې رجحانات او د جديد صحافتي ذريعو څخه د مؤثره استفادې په اهميت رڼا واچوله۔ په دستوره كښې د صحافت څانګې مشر اسسټنټ پروفيسر ډاکټر امتياز احمد، اسسټنټ پروفېسر ډاکټر جان محمد او د فېكلټۍ غړي مسعود حسن او فدا الله هم موجود وٶ










