جمو۔ 30 ستمب(اے پي پي) د هند په غېر قانوني تسلط لاندې د جمو و كشمير په كټهوعه ضلع كښې په يو كېمپ دننه خپل مينځه ډزو كښې يو اسسټنټ كمانډنټ او د يو سب انسپكټر پشمول د پېرا ملټري سېنټرل انډسټريل فورس ( سي آئې ايس ايف) څلور اهلكار ووژلے شول ۔ د كشمير مېډيا سروس تر مخه هندي چارواكو ووئېل دا پیښه ماښام 7 نيمې بجې د …
جمو وكشمير٬ كټهوعه ضلع كښې پخپل مينځه ډزو كښې د دوو افسرانو پشمول د هندي ځواكونو څلور اهلكار مړه

مزید خبریں
جمو۔ 30 ستمب(اے پي پي) د هند په غېر قانوني تسلط لاندې د جمو و كشمير په كټهوعه ضلع كښې په يو كېمپ دننه خپل مينځه ډزو كښې يو اسسټنټ كمانډنټ او د يو سب انسپكټر پشمول د پېرا ملټري سېنټرل انډسټريل فورس ( سي آئې ايس ايف) څلور اهلكار ووژلے شول ۔ د كشمير مېډيا سروس تر مخه هندي چارواكو ووئېل دا پیښه ماښام 7 نيمې بجې د بسوهلي په سيمه ماشكما كښې په سېوا تهري پن برېښنا منصوبه رامخې ته شوه۔ د سي آئئ ايس ايف اهلكار په حفاظت ولاړ وو ۔ د اطلاعات تر مخه هېډ كانسټېبل ابهي دېش كمار د خپلو ملګرو سره د خبرو اړولو نه پس د خپل سروس رائفل څخه ډزې وكړې ۔ چارواكو ووئېل د ډزو په نتيحه كښې د سي آئې ايس ايف څلور اهلكار سخت ژوبل شول او بيا په نزدې روغتون كښې د زخمونو په زور نه راوړلو مړه شول۔ د وژلے شوو پېژندګلي د انكت كمار پانډے ٬ سپ انسپكټر لكشمن سنګه ٬ كانسټېبل رفيق احمد او د سنديپ كمار په نامه شوې ده۔








