بل ګېټس د مصنوعي ځېركتيا څخه د يو ارب انسانانو د مرګونو اندیښنې په اړه خپل موقف بدل كړو٬ د ډونلډ ټرمپ ادعا

  واشنګټڼ۔ 30 ستمبر (اے پي پي)  د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ  وئېلي دي  د مائېكرو سافټ باني  او ارب پتي بل ګېټس د مصنوعي ځېركتيا (اے آئې)  په اړه خپل موقف بدل كړے دے او اوس هغه دا نه ګڼي چې اے آئې د داسې پیښو سبب ګرځېدې نشي د كومو په نتيحه كښې چې  يو ارب انسانان  وژلې كېدې شي۔ تاس تر مخه  ټرمپ ووئېل   بل ګېټس تېره …

 

واشنګټڼ۔ 30 ستمبر (اے پي پي)  د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ  وئېلي دي  د مائېكرو سافټ باني  او ارب پتي بل ګېټس د مصنوعي ځېركتيا (اے آئې)  په اړه خپل موقف بدل كړے دے او اوس هغه دا نه ګڼي چې اے آئې د داسې پیښو سبب ګرځېدې نشي د كومو په نتيحه كښې چې  يو ارب انسانان  وژلې كېدې شي۔ تاس تر مخه  ټرمپ ووئېل   بل ګېټس تېره ورځ  د دې برعكس موقف اختيار كړے ؤ ٬ خو د امرېكې صدر دا واضحه نه كړه چې هغه  د ګېټس دا خبرې د چرته نه واورېدلې ۔ د دې نه وړاندې  د اتوار په ورځ  اين بي سي ته مركه كښې بل ګېټس  د ټرمپ اے آئې په اړه  په پالسيۍ ټكونه كولو سره ووئېلي وو  د اے آئې سره تړون لرونكو خطرو مخ نيوي لپاره  حكومت له ګامونه پورته كول پكار دي۔  بل ګېټس په اوسنو كښې   د اے آئې ټېكنالوجۍ د پرمختنګ نه د راپېدا  كېدونكو ممكنه خطرو په محدود كولو زور راوړي ۔  په اګست كښې هغه خبردارے وركړے ؤ  چې جرائم پېشه عناصر اے آئې د سائبر بريدونو ٬ ټګۍ  او ناسمه معلوماتو خپرولو  لپاره كارولې شي د كومو څخه چې  روغتونونو ٬ مالياتي  ادارو ٬ د توان او حكومتي نظام ته د زيان رسېدو اندیښنه ده۔