د دويم بلائنډ كركټ اېشيا كپ چمتوالي لپاره د قامي لوبغاړو تربيتي كېمپ د  2 اكتوبر څخه پېل كيږي

  اسلام آباد۔30ستمبر(اے پی پی) د دويم بلائنډ كركټ اېشيا كپ چمتوالي نيولو لپاره د قامي لوبغاړو تربيتي كېمپ 2 اكتوبر څخه پېل كيږي كوم به چې تر 7 اكتوبر دوام لري۔ د پاكستان بلائنډ كركټ كونسل (پي بي سي سي) چيئرمېن سيد سلطان شاه اے پي پي سره خبرو كښی ووئيل په لاهور كښې كېدونكے ترببيتي كېمپ كښې 20 لوبغاړي رابللې شوي دي ٬ دوي ته به هېډ كوچ …

 

اسلام آباد۔30ستمبر(اے پی پی) د دويم بلائنډ كركټ اېشيا كپ چمتوالي نيولو لپاره د قامي لوبغاړو تربيتي كېمپ 2 اكتوبر څخه پېل كيږي كوم به چې تر 7 اكتوبر دوام لري۔ د پاكستان بلائنډ كركټ كونسل (پي بي سي سي) چيئرمېن سيد سلطان شاه اے پي پي سره خبرو كښی ووئيل په لاهور كښې كېدونكے ترببيتي كېمپ كښې 20 لوبغاړي رابللې شوي دي ٬ دوي ته به هېډ كوچ اېم جمېل ٬ كوچ يوسف هارون او ټرېنر طاهر محمود بټ ټرېنګ وركوي۔ تربيتي كېمپ كښې به صلاحيت لرونكې 16 لوبغاړي ټاكلې شي كوم به چې بنګله دېش ته لېږلې شي۔ دويم بلائنډ کرکټ اېشیا کپ به  سږ كال 14 څخه تر 20 نومبر د بنګله دېش په پلازمينه ډھاكه كښې كيږي په كوم كښې به چې د اېشيا 5 لوبډلې ګډون كوي كومو كښې چې د پاکستان، هند ، كوربه بنګله دېش، سری لنکا او افغانستان لوبډلې شاملې دي

مزید خبریں