ميرانشاه 30 ستمبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د "عزم استحکام وژن" له مخې د شمالي وزيرستان په مير علي سيمه كښې کامياب انټيلي جنس بيسډ آپريشن كولو سره د فتنه الخوارج 3 ترهګر ووژل۔ د سکيورټي ذريعو له مخې فورسز په مير علي او شا اوخوا كښې د خوارجو ژالې تباه كړې٬ د کارروائۍ نه وروستو د وژلے شوو ترهګرو څخه په لويه كچه وسله او ګوله بارود …
ميرعلي كښې د امنيتي ځواكونو کارروائۍ، د فتنه الخوارج 3 ترهګر ووژل شول

مزید خبریں
ميرانشاه 30 ستمبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د “عزم استحکام وژن” له مخې د شمالي وزيرستان په مير علي سيمه كښې کامياب انټيلي جنس بيسډ آپريشن كولو سره د فتنه الخوارج 3 ترهګر ووژل۔ د سکيورټي ذريعو له مخې فورسز په مير علي او شا اوخوا كښې د خوارجو ژالې تباه كړې٬ د کارروائۍ نه وروستو د وژلے شوو ترهګرو څخه په لويه كچه وسله او ګوله بارود برآمد كړے شول ٬٫ د دې نه علاوه سيکيورټي فورسز مير علي بازار سره نزدې د خارجي ترهګرو لخوا د راشن ټرک لوټ كولو هڅه هم په وخت كارروائي كولو سره ناكامه كړه ٬ سکيورټي چارواكو د دې عزم څرګندونه كړې ده چې په منطقه كښې تر بشپړه امن راوستو به د ترهګرو عناصرو تعاقب روان ساتلے شي











