د پاكستان هاكي ليګ (پی اېچ ایل) باضابطه پرانسته په 14 اكتوبر 2026 اسلام آباد كښې كيږي: پي اېچ اېف

لاهور۔30ستمبر (اے پی پی) د پاكستان هاكي ليګ (پی اېچ ایل) باضابطه پرانسته به په 14 اكتوبر 2026 اسلام آباد كښې كيږي۔ د پاكستان هاكي فېډرېشن (پي اېچ اېف) له  مخې په هېواد كښې د هاكۍ بنيادي اډانې عصري كولو او لا ښه كولو له اقدامات روان دي٬ چې په كښې پاكستان هاكي ليګ هم شامل دے۔ پي اېچ اېف او ميډيا كاسټ په كال 2027 كښې اولنې سيزن كولو …

لاهور۔30ستمبر (اے پی پی) د پاكستان هاكي ليګ (پی اېچ ایل) باضابطه پرانسته به په 14 اكتوبر 2026 اسلام آباد كښې كيږي۔ د پاكستان هاكي فېډرېشن (پي اېچ اېف) له  مخې په هېواد كښې د هاكۍ بنيادي اډانې عصري كولو او لا ښه كولو له اقدامات روان دي٬ چې په كښې پاكستان هاكي ليګ هم شامل دے۔ پي اېچ اېف او ميډيا كاسټ په كال 2027 كښې اولنې سيزن كولو له تياريانو كښې بوخت دے۔ امكان دې چې په اولني سيزن كښې 6 څخه تر 8 فرنچائز لوبډلې برخه واخلي۔ لیګ لپاره به د نړۍ نوموړو نړيويوال لوبغاړي پاكستاني لوبغاړو سره لوبه كولو له سائن كولې شي۔ لیګ به د پاكستاني هاكۍ لوبډلې پېشه ورو غړو ته نړيوالو پوهانو سره د كار كولو موقع هم وركړي۔ د پاكستان د هاكۍ لوبې تاريخ د اولمپک ګولډ مېډلز، ورلډ کپ او اېشین ګېمز اعزازونو څخه عبارت دے۔ هېواد كښې عظيم او په نړيواله كچه شهرت لرونكي لوبغاړي پېدا كړې دي۔