برسلز۔ 29 ستمبر (اے پي پي) اروباِئي كمېسون د يوكرېن كسانانو لپاره د 220 ملين يورو مالي مرستې درخواست رد كړے دے۔ بلومبرګ د يوكرېن د خوراك او كركېلې وزير پاليسي تاراس ويسوټسكي تر مخه ووئېل يوكرېن اروپايئ ائتلاف څخه د زرعي څانګې لپاره د وړومبۍ نه د وركړې كېدونكې مرستې نه علاوه د زياتي او خاص مرستې درخواست كړے ؤ۔ د وزير تر مخه اروپائي كممېسون د كرونده …
اروپائي كمېسون د يو كرېن كرونده ګرو لپاره د 220 ملين يورو د مرستې درخواست رد كړو
برسلز۔ 29 ستمبر (اے پي پي) اروباِئي كمېسون د يوكرېن كسانانو لپاره د 220 ملين يورو مالي مرستې درخواست رد كړے دے۔ بلومبرګ د يوكرېن د خوراك او كركېلې وزير پاليسي تاراس ويسوټسكي تر مخه ووئېل يوكرېن اروپايئ ائتلاف څخه د زرعي څانګې لپاره د وړومبۍ نه د وركړې كېدونكې مرستې نه علاوه د زياتي او خاص مرستې درخواست كړے ؤ۔ د وزير تر مخه اروپائي كممېسون د كرونده ګرو معاونت او هغوي ته مالياتي اسانۍ وركولو لپاره د 220 ملين يورو درخواست رد كړے دے خو يو كرېن ته د نړيوال بېنك 250 ملين ډالر رعايتي پور د لارې پكار فنډ به تر لاسه شي۔ ويسو ټسكي ووئېل يوكرېن په اګست كښې اروپائي ائتلاف څخه 2027 لپاره د بائيو ايتهنول او چينو ډيوټي فري درآمدي كوټه كښې د زياتوالي درخواست كړے ؤ دغسې چې اروپائي منډۍ كښې د طلب لرونكو څيزونو برآمدات زيات كړے شي ۔ هغه ووئېل كه دا درخوسات منظور كړے شو نو يو كرېن به د نورو زرعي مصنوعاتو لپاره هم درآمدي كوټه كښې د زياتوالي درخوسات كوي۔










