د کويت خارجه وزير شيخ جراح جابر الاحمد الصباح د خارجه دفتر دوره

  اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د پاکستان په سرکاري دوره د كويت راغلي خارجه وزير شېخ جراح جابر الاحمد الصباح د شورو په ورځ خارجه وزارت ته په راتګ هركلے وكړو ۔ د خارجه دفتر له مخې دواړه مشران به  وړومبے يو په يو ملاقات كوي او د دغې نه وروستو به د پلاويو په كچه خبرې اترې …

 

اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د پاکستان په سرکاري دوره د كويت راغلي خارجه وزير شېخ جراح جابر الاحمد الصباح د شورو په ورځ خارجه وزارت ته په راتګ هركلے وكړو ۔ د خارجه دفتر له مخې دواړه مشران به  وړومبے يو په يو ملاقات كوي او د دغې نه وروستو به د پلاويو په كچه خبرې اترې كېږي۔ په دې ملاقاتونو كښې به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو جامع جاج اخستلے شي او په دې موقع به په سيمه ايز او نړيوال صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه كولې شي