د مودي سركار ادارجاتي بحران شدت اختيار كړو ٬  د چيف الېكشن كمېشن څخه د استعفې وړاندې كولو غوښتنه ٬  طلبه په 2 اكتوبر ګرد  هېواد كښې د هړتال غږ وكړو

  نوے ډيلے ۔ 29 ستمبر (اے پي پي) په هند كښې د نريندر مودې حكومت كښې د رياستي  ادارو د تشخص په اړه پوښتنې رامخې ته شوې دي  او هېواد د شديد اداره جاتي بحران ښكار شوے دے ۔ د هند د تعليم وزير نه پس  اوس د چيف الېكشن كمشنر د استعفې وړاندې كولو غوښتنې زور نيولے دے  د كومې څخه چې په رياستي ادارو  د اولس او …

 

نوے ډيلے ۔ 29 ستمبر (اے پي پي) په هند كښې د نريندر مودې حكومت كښې د رياستي  ادارو د تشخص په اړه پوښتنې رامخې ته شوې دي  او هېواد د شديد اداره جاتي بحران ښكار شوے دے ۔ د هند د تعليم وزير نه پس  اوس د چيف الېكشن كمشنر د استعفې وړاندې كولو غوښتنې زور نيولے دے  د كومې څخه چې په رياستي ادارو  د اولس او د ځوانانو د باور نه لرلو تصديق كېږي۔  د هند جريده “هندوستان ټائمز ” راپور تر مخه   د حوانانو پاڅون كاكروچ  جنتا پارټي  چيف الېكسشن كمشنر ته د چوكۍ څخه د اخوا كېدو خبردارے  او په  2 اكتوبر په ګرد هېواد كښې د هړتال غږ كړے دے۔  د راپور تر مخه  د هند نوموړي سماجي كاركن سونم وانګچك  هم د طلبه تحريك ښكاره ملاټړ اعلان كړے دے۔  د سونك وانګچك موقف دے  چې يو سپېځلے او بې پرې انتخابي عمل بس د هېواد د حقيقي جمهوري نظام د بقا ضامن دے۔ بل پلو  د ڼړيوالو انتخابي مبصرينو وېنا ده  د مودي مفاد پرستانه او متعصبانه  پالسيو  د هند  آزادو  او آئينې ادارو ته سخت زيان رسولے دے۔