بلوچستان كښې د  آپرېشن “ردالفتنه 3 ” تر مخه د امنيتي ځواكونو  كاروائۍ ٬ په نو كچه كښې 2 ترهه ګر ووژل شول

  كوئټه۔ 29 ستمبر (اے پي پي)  امنيتي ځواكونو  بلوچستان كښې  د امن دښمنانو مكمل خاتمې لپاره روان آپرېشن "ردالفتنه 3 " تر مخه د چاغي ضلعې په نو كچه سيمه كښې په كاميابه كاروائۍ كولو 2 ترهه ګر وژلي دي۔ د امنيتي ذرائعو تر مخه  د فتنه الهندوستان سره تعلق لرونكو ترهه ګرو  د نو كچه سره نزدې  د خالي واټر باوزر سوځولو نه پس د تېخښتې هڅه كوله …

 

كوئټه۔ 29 ستمبر (اے پي پي)  امنيتي ځواكونو  بلوچستان كښې  د امن دښمنانو مكمل خاتمې لپاره روان آپرېشن “ردالفتنه 3 ” تر مخه د چاغي ضلعې په نو كچه سيمه كښې په كاميابه كاروائۍ كولو 2 ترهه ګر وژلي دي۔ د امنيتي ذرائعو تر مخه  د فتنه الهندوستان سره تعلق لرونكو ترهه ګرو  د نو كچه سره نزدې  د خالي واټر باوزر سوځولو نه پس د تېخښتې هڅه كوله خو امنيتي ځواكونو  سمدستي او موثره كاروائۍ كولو  سره دواړه شر خوښي په هغه دم  خپل  انجام ته ورسول۔  د ذرائعو وېنا ده  چې وژلے شوو ترهه ګرو  په اين 40 قامي ستره لاره   په ګڼو ځايونو  د اور ورته كولو  د ترهه ګرۍ په كاروائيو كښې ككړ وو۔واضحه دې وي د دې نه وړاندې  په 31 اګست هم په دې سيمه كښې د دې نوعيت  ورانكارۍ كښې ككړ  11 ترهه ګر وژلې شوي وو۔  د امنيتي  ذرائعو وېنا ده  د بلوجستان د خاورې نه   د وروستي ترهه ګر تر خاتمې به كاروائۍ په بشپر قوت سره روانې وي۔