رياض۔ 29 ستمبر (اے پي پي) سعودي عرب په مسجد اقصې كښې د اسرائيلي چارواكو او انتها خوښو آباد كارو د پرله پسې راپارونكو كاروائيو غندنه كړې ده ۔ د ايس پي اے تر مخه په دې كښې د اسرائيلي پوځ په سرپرستي كښې د مسجد اقصې د تقدس ٬ د هغې د مذهبي او تاريخي حېثيت پامالي شامله ده۔ د غندنې دا بيان په داسې وخت كښې رامخې …
سعودي عرب په مسجد اقصې كښې د اسرايئل د راپارونكو كاروائيو غندنه وكړه
رياض۔ 29 ستمبر (اے پي پي) سعودي عرب په مسجد اقصې كښې د اسرائيلي چارواكو او انتها خوښو آباد كارو د پرله پسې راپارونكو كاروائيو غندنه كړې ده ۔ د ايس پي اے تر مخه په دې كښې د اسرائيلي پوځ په سرپرستي كښې د مسجد اقصې د تقدس ٬ د هغې د مذهبي او تاريخي حېثيت پامالي شامله ده۔ د غندنې دا بيان په داسې وخت كښې رامخې ته شوے دے چې كله د اسرائيلي آباد كارو د اړخه د جماعت په انګڼ كښې د ورننوتلو نه پس اسرائيلي چارواكو د جماعت احاطې ته داخلېدونكو دروازو كښې يوه باب المغابه بنده كړه۔ يو بيان كښې وزارت د نړيوال قانون په خلاف ورزيو او په ګرده نړۍ كښې د مسلمانانو جذبات راپارولو له دا اقدامات مسترد كولو په اړه د خپل موقف پخلے وكړو











