د غټو غټو بستو بار كمولو پرېكړه٬  په خېبر پښتونخوا كښې به د درسي كتابونو حجم نيم وي

  پیښور28 ستمبر (اے پي پي)  د خېبر پښتونخوا  ټېكسټ بورډ  په سركاري سكولونو كښې د نافذ كړي سمسټر سسټم تر مخه  د راروان تعليمي كال  نه د بېلا بېلو كلاسونو د درسي  كتابونو  د كمولو پرېكړه كړې ده۔  د ټېكسټ بك بورډ تر مخه   د كلنه نصاب په ځائے د سمسټر په حساب به كتابونه شائع كولې شي  د كوم سره به چې د كتابونو حجم كم شي او …

 

پیښور28 ستمبر (اے پي پي)  د خېبر پښتونخوا  ټېكسټ بورډ  په سركاري سكولونو كښې د نافذ كړي سمسټر سسټم تر مخه  د راروان تعليمي كال  نه د بېلا بېلو كلاسونو د درسي  كتابونو  د كمولو پرېكړه كړې ده۔  د ټېكسټ بك بورډ تر مخه   د كلنه نصاب په ځائے د سمسټر په حساب به كتابونه شائع كولې شي  د كوم سره به چې د كتابونو حجم كم شي او نيم به پاتي شي ۔ د ټېكسټ بك بورډ چيئرمېن عابد كاكاخېل ووئېل  د كم حجم  كڼ كتابوونه  به په يو ځائے كولو د جېكټډ  بكس شكل وركولې شي۔ د كے جي ماشوم به د دريو كتابونو په حئاے  يو جېكټ او د اول ټولي  نه تر پېنځم زده كوونكو لپاره به د 6 كتابونو  په ځائے  جېكټډ بكس شكل وركولې شي ۔ ده ووئېل دې اقدام سره به   د كم عمر ماشومانو د سكول بستو وزن ډېر كم شي  او د وزن كمېدو سره به په صحت  ګتور اثرات مرتب  كېدل هم ممكن شي۔   ياد دې وي د خېبر بښتونخوا اسمبلۍ په كال 2020 كښې  د اسكول بستې وزن د كمولو قانون منظور كړے ؤ   خو د  تعليم محكمې تر مخه  په دغه مكمل عمل درآمد ونه شو۔ د قانون تر مخه د  پرې  سكول ماشوم  بستې وزن به  5۔1 ٬ د اول ټولي 4۔2  ٬ د دويم  6 2٬  ٬ د درېم 3 ٬ د څلورم  4۔4 ٬   د پېنځم 3۔5 ٬ د شپږم  4۔5 كلو ګرام وي۔