نوے ډيلے 28 ستمبر)اے پي پي) د مودي په حكومت كښې انتخابي عمل او په ووټر فهرستونو كښې د مبينه وراني تر مخه په ګرد هند كښې احتجاج او د استعفاګانو وړاندې كولو غوښتنو زور ونيولو ٬ دغسې د هند انتخابي نظام هم د نړيوال تنقيد سره مخ دے ۔ نړيوالې مېډيا او پوهانو په هند كښې په خپلواكه او بې پرې ټاكنو كولو د سختو اندېښنو څرګندونه كړې …
د مودي سركار انتخابي نظام د ڼړيوال تنقيد سره مخ دے ٬ د چيف الېكشن كمشنر څخه د استعفې وړاندې كولو غوښتنې زور ونيو

مزید خبریں
نوے ډيلے 28 ستمبر)اے پي پي) د مودي په حكومت كښې انتخابي عمل او په ووټر فهرستونو كښې د مبينه وراني تر مخه په ګرد هند كښې احتجاج او د استعفاګانو وړاندې كولو غوښتنو زور ونيولو ٬ دغسې د هند انتخابي نظام هم د نړيوال تنقيد سره مخ دے ۔ نړيوالې مېډيا او پوهانو په هند كښې په خپلواكه او بې پرې ټاكنو كولو د سختو اندېښنو څرګندونه كړې ده۔ د نړيوالې جريدې “دي سټريټس تائمز” تر مخه چيف الېكشن كمشنر ګيانش كمار د استعفې غوښتنه كوونكو د كانګرېس مظاهرچيانو باندې پوليس د اوښكو بهېونكے ګېس استعمال كړے او د هغوي په زوره د مخنيوي هڅې يې كړې۔بل پلو د هانګ كانګ ورځپاڼې “ساوته مارننګ پوسټ” راپور كښې وئېلي دي په ووټر فهرستونو كښې د درغلې او سختو بے ضابطګيو په ضد د سياسي خلقو د اړخه د چيف الېكشن كمشنر نه د سمدستي استعفې وړاندې كولو غوښتنه كېږي۔ د هند جريدې دي وائر” تر مخه پوليس د ووټر لسټونو د خرابيو په ضد په امناكه احتجاج كوونكو او عامو وګرو د ځورونې هڅې كړې او په درځنونو كسان يې نيولي دي۔ د هېواد او نړيوالو پوهانو وېنا ده د انتهابي فهرستونو متنازعه كېدو څخه په هند كښې تش د نامې د جمهوري تشحص بې نقابه شوے دے








