صدر ډونلډ ټرمپ په چين د وسلې خرڅولو وړاندېز وركړے٬ د امرېكې سفير

  بيجنګ ۔28 ستمبر (اے پي پي) چين كښې د امرېكې سفير ډيوډ پرډيو وئېلي دي  صدر ډونلډ ټرمپ  د امرېكې وسله  په چين د خرڅولو وړاندېز وركړے دے۔  د اردو نيوز تر مخه  دا خبره هغه تېره ورځ يوه مركه كښې وكړه ۔ هغه ووئېل   صدر ټرمپ پرله پسې دا وائي چې موڼږ ټولې نړۍ كښې په نورو هېوادونو وسله خرڅوو   او د خبرو په مهال هغه يو وخت …

 

بيجنګ ۔28 ستمبر (اے پي پي) چين كښې د امرېكې سفير ډيوډ پرډيو وئېلي دي  صدر ډونلډ ټرمپ  د امرېكې وسله  په چين د خرڅولو وړاندېز وركړے دے۔  د اردو نيوز تر مخه  دا خبره هغه تېره ورځ يوه مركه كښې وكړه ۔ هغه ووئېل   صدر ټرمپ پرله پسې دا وائي چې موڼږ ټولې نړۍ كښې په نورو هېوادونو وسله خرڅوو   او د خبرو په مهال هغه يو وخت د چين صدر نه هم پوښتنه كړې  چې آيا هغه به څه وسله اغستل غواړي ؟ ۔  د امرېكې سفير ووئېل د نورو څيزونو د خرڅولو په بابله هم خبرې روانې دي  او د امرېكې او چين  اولس مشران چې كله هم  ملاقات كوي  په دې معامله خبره كوي۔  هغه دا سپيناوے هم  وكړو   چې د خرڅ په اړه د امرېكې موقف هم هغه دے  او كوم بدلون پكښې نه دے راغلے ۔