رياض۔ 28 ستمبر (اے پي پي)د سعودي عرب په پايه تخت رياض كښې ګڼو سكولونو د زده كوونكو مور و پلار ته خبر وركړے دے چې كلاسونه به تر يوې اوونۍ ان لائن كېږي ۔ د خبر رسنې ايجنسۍ اے ايف پي تر مخه د سكول انتظاميه د سكولونو بندلوولو كوم سركاري سبب نه دې ښودلے ۔ خو دا پرېكړه په يوه داسې وخت كښې رامخې ته شوې ده …
سعودي عرب كښې سكولونه په عارضي توګه بند٬ تر يوې اوونۍ به آن لائن كلاسونه كېږي
رياض۔ 28 ستمبر (اے پي پي)د سعودي عرب په پايه تخت رياض كښې ګڼو سكولونو د زده كوونكو مور و پلار ته خبر وركړے دے چې كلاسونه به تر يوې اوونۍ ان لائن كېږي ۔ د خبر رسنې ايجنسۍ اے ايف پي تر مخه د سكول انتظاميه د سكولونو بندلوولو كوم سركاري سبب نه دې ښودلے ۔ خو دا پرېكړه په يوه داسې وخت كښې رامخې ته شوې ده چې په منطقه كښې تاو تريخوالے زياتېږي او د سعودي او حوثيانو تر مينځه شخړې بيا شدت اختيار كړے دے۔ تر اوسه د سعودي چارواكو د سكولونو بندېدو يا بيا د كلاسونو د معمول تر مخه پېل كولو په اړه كوم سركاري بيان نه دې جاري كړے۔ دا پېشرفت په داسې وخت كښې رامخې ته شوے دے چې كله د سعودي په مشرتابه كښې اتحاد اعلان كړے ؤ چې د سعودي په لور راغلي ډرونز او بېلسټك مېزائل تباه كړې شوي دي۔ بل پلو د حوثيانو وېنا ده چې د يمن په سوئېلي لوېدېزه سيمه كښې د تعز سره خواته د سعودي په فضائي بريدونو كښې په درځنونو خلق مړه او ژوبل شوي دي۔ دغه سيمې د خوثيانو په قبضه كښې دي۔












