سعودي عرب به د ملګرو ملتونو  د ترهه ګرۍ مخ نيوي مركز  ته 6 ملېن ډالر وركوي

  ملګري ملتونه 28 ستمبر(اے پي پي)  سعودي عرب به د ملګرو ملتونو د ترهه ګرۍ مخ نيوي  مركز(يو اين او سي ټي)  تر مخه د پروګرامونو لپاره 6 ملين ډالره  مالي مرسته وركوي ۔ د ايس پي اے تر مخه د دې خبرې اعلان خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان  نيو يارك كښې د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوترېس سره ملاقات كښې وكړو ۔   دا ملاقات د ملګرو …

 

ملګري ملتونه 28 ستمبر(اے پي پي)  سعودي عرب به د ملګرو ملتونو د ترهه ګرۍ مخ نيوي  مركز(يو اين او سي ټي)  تر مخه د پروګرامونو لپاره 6 ملين ډالره  مالي مرسته وركوي ۔ د ايس پي اے تر مخه د دې خبرې اعلان خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان  نيو يارك كښې د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوترېس سره ملاقات كښې وكړو ۔   دا ملاقات د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ  81 مې غونډې په مهال شوے۔ ملاقات كښې  د سعودي عرب او ملګرو ملوتو تر مينځه  د مرستې د څانګو جاج واغستلے شو  ٬ د شريكې خوښې په چارو او په نړيوال او سيمه ايز صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ملګرو ملوتو د ترهه ګرۍ مخ نيوي مركز  لپاره  د مملكت مالي مرسته به په څلورو كلنډر كلونو وېشلې شي د كومې پېل به چې  د 2027 مالي كال نه كېږي۔   دا مرسته د ترهه ګرۍ مخ نيوي په اړه  بېلو څانګو كښې  د ملګرو ملتونو د مركز كردار مضبوطولو لپاره  د مملكت د عزم عكاسي كوي ۔ سعودي عرب  د ملګرو ملتونو د ترهه ګرۍ مخ نيوي مركز سره د ډېرې مودې نه مرسته روانه ساتلې ده او د مركز فعالتيا لپاره يې د 110 مېلين ډالر  معاونت كړے دے۔