ډېره اسماعیل خان: اعلی وزیر سهیل افریدي د ژوبلو کسانو عیادت وکړ

پېښور۔ 27 ستمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزیراعلی سهېل افریدي او پخواني وزیراعلی علي امین ګنډاپور د ډیره اسماعیل خان روغتون ته لاړل او ځانمرګي برید کښې د ټپي شویو کسانو تپوس یې وکړه۔ د پخواني وزیراعلی علي امین ګنډاپور ویاند فراز احمد مغل د اتوار په ورځ خپلو خبرو كښې ووئيل پخواني وزیراعلی علي امین ګنډاپور د وزیراعلی سهیل افریدي هرکلې وکړ۔ دواړو مشرانو په روغتون کښې …

پېښور۔ 27 ستمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزیراعلی سهېل افریدي او پخواني وزیراعلی علي امین ګنډاپور د ډیره اسماعیل خان روغتون ته لاړل او ځانمرګي برید کښې د ټپي شویو کسانو تپوس یې وکړه۔ د پخواني وزیراعلی علي امین ګنډاپور ویاند فراز احمد مغل د اتوار په ورځ خپلو خبرو كښې ووئيل پخواني وزیراعلی علي امین ګنډاپور د وزیراعلی سهیل افریدي هرکلې وکړ۔ دواړو مشرانو په روغتون کښې د درملنې لاندې ټپیانو سره لیدنه وکړه او د هغوی د زر رغیدو لپاره یې دعا وکړه۔ وزیراعلی سهیل آفریدي او پخواني وزیراعلی علي امین ګنډاپور ټپیانو لپاره د غوره طبي اسانتیاوو د برابرولو لارښوونه وکړه۔ دواړو مشرانو د ټپیانو د روغتیا او د روانې درملنې په اړه ډاکټرانو څخه  بريفنګ هم واخست۔

مزید خبریں