ډېرہ اسماعیل خان۔ 26 ستمبر (اے پی پی) د ډېرہ اسماعیل خان درازندہ امن مېله ته نزدې د چاؤدنې پېښې په نتيجه كښې 11 كسان مړه او 18 ژوبل شوي دي۔ د رېسکیو 1122 خېبر پښتونخوا وياند بلال احمد فېضي له مخې د درازندہ امن مېله سيمې ته نزدې د شوې چاؤدنې اطلاع په ترلاسه كېدو د رېسكيو 1122 درازندہ اسټېېشن ډله سمدستي د پېښې ځاې ته ورسېده او د …
د ډېرہ اسماعیل خان درازندہ امن مېله سيمې ته نزدې چاؤدنه ، 11 كسان مړه ، 18 ژوبل
ډېرہ اسماعیل خان۔ 26 ستمبر (اے پی پی) د ډېرہ اسماعیل خان درازندہ امن مېله ته نزدې د چاؤدنې پېښې په نتيجه كښې 11 كسان مړه او 18 ژوبل شوي دي۔ د رېسکیو 1122 خېبر پښتونخوا وياند بلال احمد فېضي له مخې د درازندہ امن مېله سيمې ته نزدې د شوې چاؤدنې اطلاع په ترلاسه كېدو د رېسكيو 1122 درازندہ اسټېېشن ډله سمدستي د پېښې ځاې ته ورسېده او د مرستې كارروايۍ يۍ پېل كړې۔ د رېسکیو 1122 له مخې تر دې دمه 18 ژوبل شوي كسان اولنۍ طبي مرستې څخه وروستو روغتون ته منتقل كړې شوي دي او د 11 كسانو مړي هم د پیښې ځاې څخه برآمد كړې شوي دي۔ د رېسکیو 1122 ډلې د پېښې ځاې كښې د مرستې كارروائيو كښې بوختې دي او د صورتحال پرله پسې جاج اخستلې شي۔











