صوبه كښې په ګورنر راج لګولو كوم مشاورت نه دے شوے: ګورنر فېصل كريم كنډي

  پېښور ۔ 25 ستمبر (اے پی پی) د  خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي په صوبه كښې د ګورنر راج په لګولو كوم مشاورت تر دې دمه نه دے شوے ، كله چې مناسب وخت راشي نو په دې به خبره كولې شي۔ په پېښور كښې ميډيا سره خبرو كښی ګورنر ووئيل دا مهال په صوبه كښې لويه مسئله د ترهګرۍ ده۔ تېره ورځ په پېښور كښې …

 

پېښور ۔ 25 ستمبر (اے پی پی) د  خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي په صوبه كښې د ګورنر راج په لګولو كوم مشاورت تر دې دمه نه دے شوے ، كله چې مناسب وخت راشي نو په دې به خبره كولې شي۔ په پېښور كښې ميډيا سره خبرو كښی ګورنر ووئيل دا مهال په صوبه كښې لويه مسئله د ترهګرۍ ده۔ تېره ورځ په پېښور كښې د ترهګرو خلاف كارروايۍ كښې پوليس اهلكار شهيد شو او د پي ټي آئي صوبائي حكومت امن ته د پام ګرځولو په ځائے په اسلام آباد د يرغل كولو دړكې وركوي۔ نه ده معلومه چې دوي به د اسلام آباد نه څه جوړوي؟ ګورنر پوليس اېكټ كښې په بدلونونو ټكونه كولو سره ووئيل  د پي ټي آئي صوبائي حكومت پوليس ټائيګر فورس جوړول غواړي۔ دوي دا اراده لري چې آئی جی، ڈی آئی جیز اور ډی پی او دوي په خپله تعينات كړي۔ د دې ډول اېكټ خلاف به مونږ د مضبوط دېوال په څير اودرېږو۔ د پي ټي آئي لانګ مارچ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښی ده ووئيل پي ټي آئي اوس پخپله اسلام آباد مارچ څخه د تېښتې لاره ګوري۔ ده ووئيل د تحريك انصاف غړي او لارښود په تېښته دي او ځانونه  پخپله  قانون ته سپاري۔ ده ووئيل كه نن دے كه سبا پي ټي آئي به د لانګ مارچ ختمولو اعلان پخپله وكړي

مزید خبریں