پېښور ۔ 25 ستمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي مونږ د خیبر پښتونخوا په ځوان نسل ویاړ لرو ، د روغتیا په برخه کښې د فارماسېسټانو خدمتونه ډېر مهم او د ستائیلو وړ دي ، د درملو خوندي او مؤثر استعمال باوري كول د فارماسسټس مهمه ذمه واري ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ورلډ فارماسسټ ډے مناسب سره په پېښور …
مونږ د خیبر پښتونخوا په ځوان نسل ویاړ لرو ، د روغتیا په برخه کښې د فارماسېسټانو خدمتونه ډېر مهم او د ستائیلو دي: فېصل كريم كنډي
پېښور ۔ 25 ستمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وئيلي دي مونږ د خیبر پښتونخوا په ځوان نسل ویاړ لرو ، د روغتیا په برخه کښې د فارماسېسټانو خدمتونه ډېر مهم او د ستائیلو وړ دي ، د درملو خوندي او مؤثر استعمال باوري كول د فارماسسټس مهمه ذمه واري ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ورلډ فارماسسټ ډے مناسب سره په پېښور كښې تابيا دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دستوره كښی صدر پاکستان فارماسسټس اېسوسی اېشن خېبرپختونخوا بخت کرم غفور، نائب صدر ډاکټر عتیقه ناز، جنرل سېکرټری ډاکټر فرمان ، صدر ینګ فارماسسټس کمیونټی جنید اقبال، ډي جي ډرګز اېډ فارمېسی سروسز ډاکټر عباس، سېکرټری فارمېسی کونسل ابراهیم او د اېسوسی ایشن عهدېدارو ګډون وكړو۔ ګورنر فیصل کریم کنډي فارماسسټس ته د هغوي نړيوالې ورځ په موقع مباركي وركړه۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا لرې پرتو سيمو ته معياري دارګان رسول ضروري دي۔ ده ووئيل د جعلي او غېر معياري داروګانو به حوصله ماتول وي۔ ده ووئيل پاکستاني فارماسسټس په نړيواله كچه د پاكستان نامه روښانه كولې شي له دې كبله مونږ له د نړيوال معيار فارمسسټس جوړول وي








