کوئټه۔ 25 ستمبر (اے پی پی) سیلګرۍ او کلتور لپاره د صوبائي پارلماني سېکرټري نوابزاده زرین مګسي په لارښونه د بلوچستان د سیلګرۍ محکمې او راډیو پاکستان کوئټه په مرسته ډیجیټل میډیا انګېجمنټ پروګرام ترسره شو۔ د کلتور محکمې ویاند له مخې د دې پروګرام مقصد د بلوچستان يوتھ سوشل ميډيا انفلوئنسرز ته د ډيجيټل ميډيا مؤثر استعمال په اړه پوهاوې وركولو سره سره د صوبې سېلګرۍ ٬ كلتوري …
د بلوچستان د سېلګرۍ محكمې او راډیو پاکستان کوئټې په مرسته «ډیجیټل میډیا انګېجمنټ پروګرام» تر سره شو
کوئټه۔ 25 ستمبر (اے پی پی) سیلګرۍ او کلتور لپاره د صوبائي پارلماني سېکرټري نوابزاده زرین مګسي په لارښونه د بلوچستان د سیلګرۍ محکمې او راډیو پاکستان کوئټه په مرسته ډیجیټل میډیا انګېجمنټ پروګرام ترسره شو۔ د کلتور محکمې ویاند له مخې د دې پروګرام مقصد د بلوچستان يوتھ سوشل ميډيا انفلوئنسرز ته د ډيجيټل ميډيا مؤثر استعمال په اړه پوهاوې وركولو سره سره د صوبې سېلګرۍ ٬ كلتوري او تاريخ ورثه د سوشل ميډيا لارې په ځائي او نړيواله كچه رامخې ته كول وو۔ په دستوره كښې د بلوچستان بېلو ضلعو سره تعلق لرونكو ځوانانو يوتھ سوشل مېډيا انفلوئنسرز او ډيجټل ميډيا سره تړون لرونكو ګڼ شمېر كسانو ګډون وكړو۔ په دې موقع د بلوچستان د سياحت ډائرېكټر ګهرام بخشي بلوچ ګډون كوونكو ته د بلوچستان د مهمو سېلګرۍ سيمو٬ قدرتي ښكلا ٬ تاريخي ورثې ٬كلتور او روايات په اړه بريفنګ وركړو۔ په دې مهال سټېشن ډائرېكټر رېډيو پاكستان كوئټه صديقه خان خپلو خبرو كښې ووئيل رېډیو پاکستان د بلوچستان كلتور ٬ روايات او مثبتو هلو ځلو څرګندولو كښې خپل كردار ترسره كوي۔ دې ووئيل په ډيجيټل دور كښې ځوانان عصري رسنيو سره تړل د وخت مهم ضرورت دے چې ورسره د بلوچستان مثبت تشخص او د سېلګرۍ امكان په پراخه كچه په ډاګه كېدے شي۔ د پروګرام په مهال ګډون كوونكو له د یو ځانګړي کلتوري او موزیکل پروګرام انتظام هم شوے ؤ چې هغوی ترې خوند واغیست









