برج ټاؤن۔ 25 ستمبر (اے پي پي) كركټ ويسټ انډېز (سي ډبليو آئې) د سخت مالي بحران مقابلې لپاره په پراخه ټوګه ګامونه د اغستو اعلان كړے دے د كومو تر مخه چې د لوبغاړو رېتېنر معاوضو كښې 25 فيصده كمے وكړے شو۔ د اي ايس پي اين تر مخه چرته چې نړيوالو لوبغاړو لپاره د 12 مياشتو لوظ نامې به برقراره پاتي وې هلته د ډومېسټك لوبغاړو لوظ …
كركټ وېسټ انډېز د مالياتي ري سټركچرنګ اعلان وكړو٬ وېسټ انډېز د لوبغاړو معاوضه تر 25 فيصده كمه كړه
برج ټاؤن۔ 25 ستمبر (اے پي پي) كركټ ويسټ انډېز (سي ډبليو آئې) د سخت مالي بحران مقابلې لپاره په پراخه ټوګه ګامونه د اغستو اعلان كړے دے د كومو تر مخه چې د لوبغاړو رېتېنر معاوضو كښې 25 فيصده كمے وكړے شو۔ د اي ايس پي اين تر مخه چرته چې نړيوالو لوبغاړو لپاره د 12 مياشتو لوظ نامې به برقراره پاتي وې هلته د ډومېسټك لوبغاړو لوظ نامې په كمولو 7 مياشتو له راوستلې شوي دي۔ د چيف ايګېزيګتو كرس ډهرنګ وېنا ده دا ګام د بورډ مالياتي استحكام لپاره لازمي ؤ ځكه چې د كورني ټورنامنټس سفري او نورو مصرفونو په سبب په بورډ لوي بار پريوتلو۔ د مالياتي فشار او آپرېشنل خرڅونو له امله سږ كال سپر 50 او د مېرمنو ټي ټونټي بلېز معطل كړے شوي دي ۔ سږ كال به د متبادل په توګه اولمپك او پېن امرېكن ګېمز لپاره كوالېفائنګ سيالۍ تابيا كولې شي د كومو خرڅونه به چې د اړوند هېوادونو بورډز پورته كوي۔دغسې د انګلېنډ اے خلاف د سېريز د لارې د ون ډے ډلې چجتوالي نيولو ته به پام لرنه كولې شي او د فور ډے وېسټ انډېز چېمپيئن شپ تابيا به د پخواني فارمېټ تر مخه كولې شي۔









