ملګري ملتونه ۔ 25 ستمبر (اے پي پي) د امرېكې د نيو يارك ښار وړومبي مسلمان ميئر ظهران ممداني د اسرائيل وزيراعظم بېنجمت نېتن له د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډه كښې نيغ په نيغه د تنقيد ځواب وركولو كښې هغه د هولناكې نشل كشۍ معمار ګرځولو سره په هغه د فلسطنيانو خلاف د جنګ په اړه د بې بنسټه تورونو خپرولو الزام لګولے دے ۔د اسرائيل وزيراعظم …
نېتن ياهو د هولناكې نسل كشۍ معمار دے ٬ د فلسطنيانو په اړه دروغ خپروي ٬ ظهران ممداني
ملګري ملتونه ۔ 25 ستمبر (اے پي پي) د امرېكې د نيو يارك ښار وړومبي مسلمان ميئر ظهران ممداني د اسرائيل وزيراعظم بېنجمت نېتن له د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډه كښې نيغ په نيغه د تنقيد ځواب وركولو كښې هغه د هولناكې نشل كشۍ معمار ګرځولو سره په هغه د فلسطنيانو خلاف د جنګ په اړه د بې بنسټه تورونو خپرولو الزام لګولے دے ۔د اسرائيل وزيراعظم عمومي اسمبلۍ ته د وېنا په مهال د نيويارك ميئر ظهران ممداني باندې نيغ په نيغه ټګونه كولو سره هغه د نيو يارك ” يهود مخالف “ميئر وګرځولو۔ نېتن ياهو د كانديد په حېث د ميئر د تېر انتخابي كمپائن په مهال د هغې وعدې هم د طنز په توګه حواله وركړه چې هغه ګنې به ګفتارولې شي۔ هغه ووئېل مسټر ممداني تا زما دلته د راللو نه د ايسارولو هڅه كړې ٬ تاسو ما غلے كول غواړې خو داسې نشې كولې۔ ميئر ظهران ممداني سمدستي خپل غبرګون كښې ووئېل د نېتن ياهو د مبينه جنګي جرائمو او د انسانيت خلاف د جرائمو په تورونو نړيوال فوځدارۍ عدالت څخه د ګرفتارۍ وارنټ جاري دے۔ ظهران ممداني نېتن د يوې هولناكې نشل كشۍ معمار ګرځولو سره په هغه تور ولګولو چې هغه د غزه انساني بحران پټولو لپاره نړيوال پلېټ فارم كاروي ۔ هغه ووئېل د اسرائېل وزيراعظم يو وارې بيا پخپله وېنا كښې د فلسطين د نسل كشۍ پاكې ښودلو لپاره بې بنسټه دروغ وئېلي دي۔









