چين په دوستانه فټ بال مېچ كښې مالديپ ته په 0۔3 ماتې وركړه

  بېجنګز 25 ستمبر (اے پي پي)  چين د چائنا انټر نېشنل فټ بال مقابلو په پرانستې مېچ كښې مالديپ ته د 0۔3  په حساب سره ماتې وركړه۔ وانګ زي يمنګ په دوېم هاف كښې نه يوازې په زړه پورې هېټرك مكمل كړؤ بلكې د خپلې ډلې په بريا كښې يې هم مهم كردار تر سره كړو۔ د شنهوا تر مخه  د مېچ په وړومبي هاف كښې دواړو ډلو كوم …

 

بېجنګز 25 ستمبر (اے پي پي)  چين د چائنا انټر نېشنل فټ بال مقابلو په پرانستې مېچ كښې مالديپ ته د 0۔3  په حساب سره ماتې وركړه۔ وانګ زي يمنګ په دوېم هاف كښې نه يوازې په زړه پورې هېټرك مكمل كړؤ بلكې د خپلې ډلې په بريا كښې يې هم مهم كردار تر سره كړو۔ د شنهوا تر مخه  د مېچ په وړومبي هاف كښې دواړو ډلو كوم ګول ونه كړو  او چين ته د خپل ردهم  تر لاسه كولو كښې مشكل ورپیښ ؤ۔ خو   د هاف ټائم نه پس  چين 9 بدلونونه وكړل د كومو نه پس چې لوبه كښې تندي راغله۔دغسې په 50 منټ كښې وانګ شانګ يو آن په پاس وانګ زېمينګ وړومبے ګول وكړو۔  دغسې په 6 منټ  پس   وانګ زيمنګ د هېډر د لارې بال په جال كښې وردننه كړو او په  60 منټ يې بل ګول كولو سره هېټ ټرك مكمل كړو۔  په دې مېچ كښې ګڼو لوبغاړو  خپل نړيوال كيريئر پېل كړو٬   هېډ كوچ شاو جيائي د 2027 اے ايف سي ايشين كپ چمتوالي نيولو په لړ كښې نوي لوبغاړي ازامائي۔