پېښور ۔ 24 ستمبر (اے پی پی) د پېښور په مومن ټاون سيمه کښې د صدام حسېن نومې يو سړي کور کښې په لګېدلې اور ریسکیو 1122 پېښور قابو موندلې دې۔ د ریسکیو 1122 پېښور د وياند له مخې د اور لګېدو اطلاع ترلاسه کېدو سره سمدستي د اور وژنې (فائر فایټرز) ډله ځاې ته ورسېده او د اور وژلو كارروايي يې پېل کړه۔ د اور وژنې ډلې په پېشه …
رېسكيو 1122 پېښور كور كښې په لګېدلي اور قابو وموندلو

مزید خبریں
پېښور ۔ 24 ستمبر (اے پی پی) د پېښور په مومن ټاون سيمه کښې د صدام حسېن نومې يو سړي کور کښې په لګېدلې اور ریسکیو 1122 پېښور قابو موندلې دې۔ د ریسکیو 1122 پېښور د وياند له مخې د اور لګېدو اطلاع ترلاسه کېدو سره سمدستي د اور وژنې (فائر فایټرز) ډله ځاې ته ورسېده او د اور وژلو كارروايي يې پېل کړه۔ د اور وژنې ډلې په پېشه وره توګه په 40 دقیقو کښې دننه په اور بشپړ قابو وموندلو۔ په دغه پېښه کښې چاته ځاني زیان نه دې رسېدلې۔ په فوري توګه د اور لګېدو سبب معلوم شوے نه دے۔









