ملګري ملتونه۔ 23 ستمبر (اے پي پي) د روسيه خارجه وزارت عهدېدار كرېل لوګوينوف وئېلي دي د ملګرو ملتونو نوي سېكرټري جنرل ټاكنه يوازې يو رياضياتي حساب په بنياد نه شي كېدې ٬ دې لپاره به د سلامتي كونسل د مستقل 5 غړو تر مينځه د مشاورت ضرورت وي۔ تاس تر مخه د روسيه عهدېدار په ګوټه كړه چې په 18 ستمبر د كېدونكې ابتدائي شمېرې نه پس كېرولېن …
د ملګرو ملتونو نوي سېكرټري جنرل ټاكنې په اړه به د سلامتي كونسل د 5 مستقل غړو تر مينځه زر مشاورت وكړے شي

مزید خبریں
ملګري ملتونه۔ 23 ستمبر (اے پي پي) د روسيه خارجه وزارت عهدېدار كرېل لوګوينوف وئېلي دي د ملګرو ملتونو نوي سېكرټري جنرل ټاكنه يوازې يو رياضياتي حساب په بنياد نه شي كېدې ٬ دې لپاره به د سلامتي كونسل د مستقل 5 غړو تر مينځه د مشاورت ضرورت وي۔ تاس تر مخه د روسيه عهدېدار په ګوټه كړه چې په 18 ستمبر د كېدونكې ابتدائي شمېرې نه پس كېرولېن روډرېګز ۔ برېكېټ ربېكا ګرېن سپېن او اولارا اوټونو تر ټولو وړاندې وو خو په ې كښې د هر يو خلاف 4 يا 5 ووټونه خلاف هم راغلي ۔ هغه ووئېل تر څو چې د رنګېن بېلټ (مخصوص ووټنګ) مرحله نه وي راغلې دا وئېل ناممكن دي چې آيا كوم منفي ووټ د ويټو حېثېت لري يا نه او روسيه هيله لري چې د سلامتي كونسل مستقل 5 غړو به په دې اړه مشاورت زر پېل شي۔ د دې عهدې لپاره 8 كسان په مېدان كښې ولاړ دي چې پكښې رافېل ګروسي٬ ربېكا ګرېن سپېبن٬ مشيل بېچلېټ ٬ ميكي سال٬ ماريا فرنېنډا اېسپي نوزا ګارسېس ٬ كېرولېن روډ رېګز ۔ برېكېټ ٬ ايوون باكي او اولارااوټونو شامل دي۔ياد دې وي د اوسني سېكرټري جنرل موده په 31 دسمبر ختمېږي۔











