وارسا۔ 23 ستمبر (اے پي پي) د پولېنډ په سيمه سلېسيا كښې په كال 2028 كښې د كېدونكې يوروپين چېمپيئن شپ لپاره نزدې د 3 ملين پاونډ رېكارډ انعام اعلان كړے شو۔د بي بي سي تر مخه د انتظاميه د اړخه وړاندې كړې دې نوې تګلارې تر مخه په 50 ايونټس كښې وړومبو 8 لوبغاړو له به دا انعامونه وركولې شي۔ د نورې انعامي ډهانچې تر مخه د سرو …
د يوروپېن ايتهلېټكس چېمپيئن شپ 2028 لپاره رېكارډ انعام اعلان كړے شو

مزید خبریں
وارسا۔ 23 ستمبر (اے پي پي) د پولېنډ په سيمه سلېسيا كښې په كال 2028 كښې د كېدونكې يوروپين چېمپيئن شپ لپاره نزدې د 3 ملين پاونډ رېكارډ انعام اعلان كړے شو۔د بي بي سي تر مخه د انتظاميه د اړخه وړاندې كړې دې نوې تګلارې تر مخه په 50 ايونټس كښې وړومبو 8 لوبغاړو له به دا انعامونه وركولې شي۔ د نورې انعامي ډهانچې تر مخه د سرو زرو تمغه ګټونكې له به 30000 يورو ٠نزدې 25702 پاونډ) د چاندۍ تمغه ګټونكې له به 15000 يورو او د مسو تمغه ګټونكې له به 10000 يورو ٠نزدې 8573 پاونډ) وركولې شي۔ دغسې په څلور او پينځم لمبر راغلو لوبغاړو له به پرله پسې 4000 او 5000 يورو وركولې شي۔ سلېسيا كښې چېمپيئن شپ به جون 2028 كښې پېل كېږي كوم به چې د لاس اينجلس اولمپكس د رسمي پرانستې نه 6 اوونۍ وړاندې كېږي۔











