نیویارک۔23ستمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كښې يو وارې بيا د کشمیر مسئله رامخې ته كړې شوه او د هند میډیا د ترک صدر رجب طیب اردوان په بیان کړي موقف د خبرې كولو په ځائے د خپلو توپو مخ پاکستان او د ترکیه پلو ګرځولو سره يوه نوې ډنډوره پېل كړې ده ۔ د کشمیر میډیا سروس تر مخه د ملګرو ملتونو سره د کشمیر …
د ترک صدر لخوا د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كښې د کشمیر مسئله په پورته كولو د هند میډیا خشم واغست

مزید خبریں
نیویارک۔23ستمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كښې يو وارې بيا د کشمیر مسئله رامخې ته كړې شوه او د هند میډیا د ترک صدر رجب طیب اردوان په بیان کړي موقف د خبرې كولو په ځائے د خپلو توپو مخ پاکستان او د ترکیه پلو ګرځولو سره يوه نوې ډنډوره پېل كړې ده ۔ د کشمیر میډیا سروس تر مخه د ملګرو ملتونو سره د کشمیر شخړې دستاویزي تاریخ د 1948 نه موجود دے چې پكښې د جموں وکشمیر په اړه د سلامتي کونسل قراردادونه هم شامل دي ۔ ترک صدر رجب طیب اردوان څو وارې په نړيواله كچه د كشمير مسئله پورته كړې او د ملګرو ملتونو چارټر او اړوندو قراردادونو فریم ورک دننه په خبرو اترو يې زور راوړے دے ۔ ترکیه د پاکستان سره نزدې سفارتي او سټرټجک اړېكې برقراره ساتلو سره بيا بيا د کشمیریانو سره د یووالي څرګندونه كړې ده ۔ په مئی 2025 كښې د هند سره د پاکستان ټكر په مهال ترک صدر په اولسي كچه د پاکستان سره د يو والي څرګندونه كړې وه او په تاو تريخوالي كښې د کمي او سفارت کارۍ مرسته يې كړې ده ۔ ځكه هند پرله پسې پروپیګنډا کوي او د پاکستان لپاره د ترکیه په مرسته او د کشمیر په اړه په بیانونو د هند میډیا خشم اغستې ده ۔










