ملګري ملتونه ۔23ستمبر (اے پي پي)د سعودي خارجه وزیر شهزادہ فیصل بن فرحان زور راوړے دے چې د فلسطینیانو تحفظ، د دوي د خپلواكه ریاست قیام او د قبضې خاتمه د منطقې امن مضبوطونكې بنیادي ستنې دي ۔ د العربیه تر مخه هغه ووئېل د اسرائیلو امن د فلسطینیانو د امن، د دوي عزت و د وقار تحفظ او د حقونو ضمانت سره تړلے دے ۔ ده ووئېل سعودي …
د فلسطینیانو تحفظ او د قبضې خاتمه منطقه كښې د امن بنیاد دے ، سعودي عرب

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔23ستمبر (اے پي پي)د سعودي خارجه وزیر شهزادہ فیصل بن فرحان زور راوړے دے چې د فلسطینیانو تحفظ، د دوي د خپلواكه ریاست قیام او د قبضې خاتمه د منطقې امن مضبوطونكې بنیادي ستنې دي ۔ د العربیه تر مخه هغه ووئېل د اسرائیلو امن د فلسطینیانو د امن، د دوي عزت و د وقار تحفظ او د حقونو ضمانت سره تړلے دے ۔ ده ووئېل سعودي عرب د امریکې او فلسطین اتھارټي سره د فلسطین اتھارټي مالي استحکام لپاره كار كوي ۔د سعودي خارجه وزیر شهزادہ فیصل بن فرحان په نیویارک كښې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 81 م غونده كښې د سعودي پلاوي مشرۍ كښې وكړه ۔ په دې لړ كښې شهزادہ فیصل بن فرحان زور راوړو چې غزہ د مقبوضه فلسطین خاورې ناقابلِ تنسیخ برخه ده۔ هغه د فرانس، برطانیه او کاناډا د اړخه د فلسطین تسلیمولو اقدامات هم ستائنه وكړه۔










