كوئټه 23 ستمبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د بلوچستان په ضلع شيراني كښې د مؤثر كارروائۍ په مهال د بشري قاچاق هڅې په شنډولو سره د مېرمنو او ماشومانو پشمول 103 غېر قانوني افغان وګړي نيولې دي ۔ د سكيورټي ذريعو له مخې كارروائي په دانه سر بائي پاس سيمه كښې په استخبارات شوې۔ په حراست كښې اخستلے شوي افغان وګړي د بشري قاچاقبرو په مرسته د پاكستان …
بلوچستان، په دانا سر بائي پاس د سكيورټي فورسز كارروائۍ، د بشري قاچاق هڅه شنډه كړې شوه، 103 غېر قانوني افغانان ونيول شول

مزید خبریں
كوئټه 23 ستمبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو د بلوچستان په ضلع شيراني كښې د مؤثر كارروائۍ په مهال د بشري قاچاق هڅې په شنډولو سره د مېرمنو او ماشومانو پشمول 103 غېر قانوني افغان وګړي نيولې دي ۔ د سكيورټي ذريعو له مخې كارروائي په دانه سر بائي پاس سيمه كښې په استخبارات شوې۔ په حراست كښې اخستلے شوي افغان وګړي د بشري قاچاقبرو په مرسته د پاكستان د لارې ايران، اروپائي هېوادونو ته د تللو هڅې كولې۔ سكيورټي فورسز په پوله ايزه پټۍ د غېر قانوني تګ راتګ مخه نيولو او د هېواد په پولو قانوني رټ باوري كولو لپاره هر وخت چمتو دي










