بلوچستان: د بي ایس ډي آئي تر مخه د 85 کروړ روپو 53  پرمختيائي منصوبې  بشپړې شوې

 قلعه سېف ۔23ستمبر  (اے پي پي) د بلوچستان اسپیشل ډویلپمنټ انیشی ایټو (بي ایس ډي آئي) تر مخه قلعه سېف كښې د  فېز ون او فېز ټو په مجموعي توګه  53  پرمختيائې منصوبې تر سره كړې شوي  دي ،  په دې  منصوبو د 85 کروړه  روپو نه زيات لګښت راغلے دے ۔ د بي ایس ډي آئي چارواكو  تر مخه مکمل کړې شوو منصوبو كښې مواصلاتی نیټ ورک  لپاره د …

 قلعه سېف ۔23ستمبر  (اے پي پي) د بلوچستان اسپیشل ډویلپمنټ انیشی ایټو (بي ایس ډي آئي) تر مخه قلعه سېف كښې د  فېز ون او فېز ټو په مجموعي توګه  53  پرمختيائې منصوبې تر سره كړې شوي  دي ،  په دې  منصوبو د 85 کروړه  روپو نه زيات لګښت راغلے دے ۔ د بي ایس ډي آئي چارواكو  تر مخه مکمل کړې شوو منصوبو كښې مواصلاتی نیټ ورک  لپاره د  سړکونو  جوړونه ، د تعلیمي ادارو او د  دفترو سولرائزیشن، د څښلو پاكې اوبه  وركول ، حفاظتي بندونه، سیوریج نظام او د تعلیمي آسانيو وركړه شامله ده۔ د ایف سي بلوچستان (نارتھ)، سول انتظامیه او  په اولسي استازو  مشتملې کمیټۍ د منصوبو د معیار او په وخت د تر سره كولو څارنه وكړه په كومه چې ځايي ودانۍ د اطمینان څرګندونه كړې ده