ضلع کرم۔23 ستمبر(اے پي پي ) پاک پوځ په 22 ستمبر په کُرم سېکټر كښې د افغان طالبانو په نګرانۍ كښې د فتنه الخوارج ترهه ګرو د دراندازۍ هڅه ناکامه كړه۔ د دراندازۍ په ناکامولو د افغانستان ننګرهار او پکتیا ولايتونو څخه افغان طالبانو د پولې په پوستو په پاکستاني پوزیشنز د مارټرز او لويې وسلې د لارې بې دريغه ډزې وكړې۔ د امنيتي سرچينو ترمخه د پاکستان ځواكونو د …
د كُرمې په پوله د افغان طالبان فتنه الخوارج د دراندازۍ هڅه ناكامه كړې شوه، د پاک پوځ لخوا كره ځواب، افغان پوستې ړنګې

مزید خبریں
ضلع کرم۔23 ستمبر(اے پي پي ) پاک پوځ په 22 ستمبر په کُرم سېکټر كښې د افغان طالبانو په نګرانۍ كښې د فتنه الخوارج ترهه ګرو د دراندازۍ هڅه ناکامه كړه۔ د دراندازۍ په ناکامولو د افغانستان ننګرهار او پکتیا ولايتونو څخه افغان طالبانو د پولې په پوستو په پاکستاني پوزیشنز د مارټرز او لويې وسلې د لارې بې دريغه ډزې وكړې۔ د امنيتي سرچينو ترمخه د پاکستان ځواكونو د يرغل سدستي، مؤثر او شدید ځواب كښې د توپ خانې او جدید وسلو د لارې افغان پوستې په نخښه كړې۔ د سختې ځوابي کارروائۍ په نتيجه كښې د افغان طالبانو ګڼې پوستې ٬ مارټر پوزیشنز او دفاعی مورچې ړنګې شوې او افغان كارمندان د پوستو څخه په تېښته كولو مجبور شول ۔ د امنيتي ذرائعو وېنا ده چې د سرحدي حدود څارنه لا زياته كړې شوې او د كومې هم ناوړه هڅې به سمدستي او پرېكنده ځواب وركولې شي۔









