په تربت مند روډ منصوبه معياري كار روان دے٬  په پرمختيائې كارونو كښې به د معيار په اړه كومه بې غوري ونه زغملي شي ٬  مير ظهور بليدي

  كوئټه۔ 22ستمبر (اے پي پي)  د بلوچستان د منصوبه بندۍ  او ترقۍ صوبائي وزير مير ظهور بلېدي  وئېلي دي  د كيچ د اولس  زړه غوښتنه د مند  روډ منصوبې په توګه تر سره كېږي    او په دې مهمه منصوبه معياري كار روان دے ۔ مير ظهور احمد بلېدي يو بيان كښې ووئېل   د تربت مند روډ په سوئېلې بلوچستان كښې د رابطه كارۍ  او د بنيادي ډهانچې مهمه  منصوبه …

 

كوئټه۔ 22ستمبر (اے پي پي)  د بلوچستان د منصوبه بندۍ  او ترقۍ صوبائي وزير مير ظهور بلېدي  وئېلي دي  د كيچ د اولس  زړه غوښتنه د مند  روډ منصوبې په توګه تر سره كېږي    او په دې مهمه منصوبه معياري كار روان دے ۔ مير ظهور احمد بلېدي يو بيان كښې ووئېل   د تربت مند روډ په سوئېلې بلوچستان كښې د رابطه كارۍ  او د بنيادي ډهانچې مهمه  منصوبه ده۔  د بلوجستان حكومت په ګرده صوبه كښې  د معياري روډ انفراسڼركچر د لارې   د رابطو ښه كولو  او د پرمختيائې عمل ګړندي كولو لپاره لوظي دے۔ ده ووئېل   د بلوچستان وزيراعلې  مير سرفراز بګټي  په مشرۍ كښې د روانو  پرمختيائې كارونو په معيار كښې كومه بې غوري  نه كېږي   او د سوئېلې بلوچستان اولس ته   ښه انفراسټركچر  وركولو ته حكومت پام لرنه كوي  ۔ مير ظهور بلېدې ووئېل   د منصوبې تر سېره كېدو سره به  د كيچ  او سوئبلې بلوچستان اولس تګ راتګ  او رابطه كارۍ  له  ښه والي راتللو ته وده تر لاسه  شي۔

مزید خبریں