کوئټه 22 ستمبر (اے پي پي) په بلوچستان كښې امنيتي ځواكونو د "آپريشن شعبان-2" له مخئ د ترهګرو په ضد موثره او پرېكنده كارروائۍ كولو سره د فتنة الهندوستان 6 ترهګر ووژل ۔ د امنيتي ذريعو له مخې سکيورټي فورسز د استخبارات په بنياد د بلوچستان په ساران تنګي سيمه كښې د فتنة الهندوستان ترهګرو په ژالو كامياب اپرېشن وكړو ٬ د ډزو په تبادله كښې 6 ترهګر ووژل …
د آپريشن شعبان-ټو له مخې د امنيتي ځواكونو کاميابه کارروائي، د فتنه الهندوستان 6 ترهګر ووژل شول٬ 9 شكمن كسان ونيول شول

مزید خبریں
کوئټه 22 ستمبر (اے پي پي) په بلوچستان كښې امنيتي ځواكونو د “آپريشن شعبان-2” له مخئ د ترهګرو په ضد موثره او پرېكنده كارروائۍ كولو سره د فتنة الهندوستان 6 ترهګر ووژل ۔ د امنيتي ذريعو له مخې سکيورټي فورسز د استخبارات په بنياد د بلوچستان په ساران تنګي سيمه كښې د فتنة الهندوستان ترهګرو په ژالو كامياب اپرېشن وكړو ٬ د ډزو په تبادله كښې 6 ترهګر ووژل شو او د کارروائۍ په مهال 9 شكمن كسان په حراست كښې واخستلے شول ۔ ذريعو ووئيل د فتنه الهندوستان وژلے شوو ترهګرو څخه په لويه كچه وسله٬ ګوله بارود او تخريبي مواد هم برآمد كړے شوي دي۔ د سکيورټي فورسز وېنا ده چې د هېواد دښمنه عناصرو تر بشپړه صفائۍ به آپريشن د تعطل نه غېر روان وي او د آخري ترهګر تر خاتمه به کارروائۍ روانې ساتلې شي۔









