حوثيان دې امن پلو راشي ٬  د سعودي عرب او باب المندب خلاف اقدامات د زغملو وړ نه دي٬ فرانس

  نيويارك۔ 22 ستمبر(اے پي پي)  ملګرو ملتونو  كښې د فرانس استازي جېروم بونا فونټ  په حوثيانو زور راوړے دے  چې هغوي د تاو تريخوالي مخ نيور وګړي او امن پلو راشي ٬ د سعودي عرب او باب المندب خلاف اقدامات د قبلولو وړ نه دي۔ په يو اين هېډ كوارټرز كښې عرب نيوز  ته مركه كښې هغه ووئېل  پوځي لاره كوم آپشن نه دے ٬ د وسلو د لارې …

 

نيويارك۔ 22 ستمبر(اے پي پي)  ملګرو ملتونو  كښې د فرانس استازي جېروم بونا فونټ  په حوثيانو زور راوړے دے  چې هغوي د تاو تريخوالي مخ نيور وګړي او امن پلو راشي ٬ د سعودي عرب او باب المندب خلاف اقدامات د قبلولو وړ نه دي۔ په يو اين هېډ كوارټرز كښې عرب نيوز  ته مركه كښې هغه ووئېل  پوځي لاره كوم آپشن نه دے ٬ د وسلو د لارې د يو جائز حكومت رټ چېلنج  كول  هم داسې آپشن نه دے  كوم چې قبول كړے شي٬  د حوثيانو نه غوښتنه كوو  چې هغوي تاو تريخوالے ختم كړي او د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل استازي سره  د امن خبرو اترو او د قامي مفاهمت  په عمل كښې  په سنجيدګۍ سره شامل شي۔جېرون بونافونټ  په خليېج كښې د روان تاو تريخوالي تذكره كولو ووئېل   په آبنائے هر مز  د زياتنېدونكې تاو ةتريخوالي باوجود  د ايران سره سفارتكاري روانه ساتل پكار ده۔  د لبنان  په اړه   هغه ووئېل  فرانس به د ملګړو ملتونو  د عبوري فورس مېنډېټ  تر 31 دسمبر  مودې ختمېدو نه پس  د دې متبادل نظام  په تشكيل كښې هم كردار ادا كوي۔ هغه  سعودي عرب په منطقه كښې د فرانس مهم شراكت دار ګرځولو سره ووئېل   د اسرائيل  فلسطين په شخړه ٬  لبنان او د آبنائے هر مز پشمول  په مختلف  معاملات كښې  سعودي  عرب مهم شراكت دار دے۔  د جېرون بونافونټ وېنا وه سوئېلې لبنان  كښې  د نړيوالې  ورورولۍ  شته والے اوس هم ضروري دے   دغسې چې د رياستي  ادارو عمل داري مضبوطه كړې شي۔