نيويارك ۔ 22 ستمبر (اے پي پي) د ايران خارجه وزير عباس عراقچي د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې ګدون لپاره د يو اعلې كچې پلاوي سره نيو يارك ته ورسېد۔ د ايران د سركاري خبر رسنې ادارې ارنا تر مخه د امرېكې جان ايف كېنډي ائير پورټ ته په رسېدو ملګرو ملتونو كښې د ايران مستقل ناظم الامور غلام حسېن درزي د هغه هر كلے وكړو۔ د دې …
د ايران خارجه وزير د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ غونډه كښې ګډون لپاره نيو يارك ته ورسېد

مزید خبریں
نيويارك ۔ 22 ستمبر (اے پي پي) د ايران خارجه وزير عباس عراقچي د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې ګدون لپاره د يو اعلې كچې پلاوي سره نيو يارك ته ورسېد۔ د ايران د سركاري خبر رسنې ادارې ارنا تر مخه د امرېكې جان ايف كېنډي ائير پورټ ته په رسېدو ملګرو ملتونو كښې د ايران مستقل ناظم الامور غلام حسېن درزي د هغه هر كلے وكړو۔ د دې نه وړاندې نيو يارك ته په رسېدو د ايران خارجه وزير په دوحه كښې مختصر قيام وكړو او هلته د قطري چارواكو سره يې په سيمه ايز صورتحال مشاورت وكړو۔ د ارنا تر مخه خارجه وزير عباس عراقچي د ملګرو ملتونو په غونډه كښې د ګډون نه علاوه په سر مشريزه غونډه كښې به ګډون او د ګڼو خارجه وزيرانو سره به ملاقاتونه كوي۔










