د سعودي مشرتابه د متحدہ عرب امارات نائب صدر سره د ورور  په مړينه د غمرازۍ څرګندونه

ریاض۔22ستمبر  (اے پي پي)د سعودي عرب  مشر تابه د  متحدہ عرب امارات نائب صدر، وزیراعظم او د  دبئ واكمن شیخ بن راشد آل مکتوم سره د هغه د ورور شیخ احمد بن راشد آل مکتوم  په مړينه د غمرازۍ  څرګندونه كړې ده ۔ د  العربیه اردو تر مخه   د سعودي عرب فرمانروا شاہ سلمان بن عبدالعزیز د  متحدہ عرب امارات نائب صدر، وزیراعظم او د  دبئۍ حکمران شیخ بن راشد …

ریاض۔22ستمبر  (اے پي پي)د سعودي عرب  مشر تابه د  متحدہ عرب امارات نائب صدر، وزیراعظم او د  دبئ واكمن شیخ بن راشد آل مکتوم سره د هغه د ورور شیخ احمد بن راشد آل مکتوم  په مړينه د غمرازۍ  څرګندونه كړې ده ۔ د  العربیه اردو تر مخه   د سعودي عرب فرمانروا شاہ سلمان بن عبدالعزیز د  متحدہ عرب امارات نائب صدر، وزیراعظم او د  دبئۍ حکمران شیخ بن راشد آل مکتوم  ته د هغه د  ورور شیخ احمد بن راشد آل مکتوم  په مړينه د غمرازۍ  او  خواخوږۍ پیغام  لېږلے دے ۔  خپل  پیغام كښې شاہ سلمان  ووئېل  مونږ ته ستاسو د ورور شیخ احمد بن راشد آل مکتوم  د مړينې خبر تر لاسه شو ۔  مونږ ستاسو په  خدمت كښې  او د  حق رسېدلي د كورنۍ سره  د غم رازۍ او    همدردۍ څرګندونه كوو ۔ دوي د حق رسېلي لوړو درجو لپاره دعا وكړه ۔ د سعودي ولي عهد او د  وزیراعظم شهزادہ محمد بن سلمان هم د  متحدہ عرب امارات نائب صدر، وزیراعظم او د  دبئۍ حکمران شیخ محمد بن راشد آل مکتوم  ته د ورور شیخ احمد بن راشد آل مکتوم  په مړينه د غمرازۍ او  خواخوږۍ   پیغام  لېږلے دے ۔  ولي عهد  ووئېل  ستاسو د ورور شیخ احمد بن راشد آل مکتوم  په مړينه مونږ ټول ستاسو په خدمت كښې او د  حق رسېدلي كورنۍ سره  د غم رازۍ او همدردۍ  څرګندونه كوو۔