اکوړہ خټک (نوښار)۔22ستمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د وزيراعظم په هدايت د دارالعلوم حقانيه اكوړه خټك دوره وكړه۔ اطلاعاتو او د خېبر پښتونخوا چارو لپاره د وزيراعظم کوآرډینېټر اختیار ولی خان او د صوبائي اسمبلۍ غړې جلال خان هم وفاقي وزير سره و۔ دارالعلوم حقانیه اکوړہ خټک ته په رارسېدو د ملي پېغام امن كمېټۍ غړو ٬ د دار العلوم حقانيه نائب مهتمم مولانا …
د اطلاعاتو وفاقي وزير د دارالعلوم حقانيه اكوړه خټك دوره ٬ د سولې، روادارۍ او ملي یووالي پېغام ته وده وركول د وخت اهم حاجت دے: عطاﺀ تارړ
اکوړہ خټک (نوښار)۔22ستمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د وزيراعظم په هدايت د دارالعلوم حقانيه اكوړه خټك دوره وكړه۔ اطلاعاتو او د خېبر پښتونخوا چارو لپاره د وزيراعظم کوآرډینېټر اختیار ولی خان او د صوبائي اسمبلۍ غړې جلال خان هم وفاقي وزير سره و۔ دارالعلوم حقانیه اکوړہ خټک ته په رارسېدو د ملي پېغام امن كمېټۍ غړو ٬ د دار العلوم حقانيه نائب مهتمم مولانا راشد الحق حقاني ٬ د جمعيت علماﺀ اسلام (س) امیر مولانا عبدالحق ثانی، مولانا سید اېم یوسف شاہ او نورو اكابرينو د وفاقي وزير هركلې وكړو۔ په دې موقع د قومي پېغام امن كمېټۍ کوآرډینېټر مولانا طاهر محمود اشرفی، غړي سېنېټر حافظ عبدالکریم، مفتی عبدالرحیم، علامه عارف حسین واحدی، پیر نقیب الرحمان، علامه حسین اکبر، ډاکټر راغب حسین نعیمی ، مولانا طیب پنج پیر، علامه ضیاء اے شاہ بخاری، بشپ آزاد مارشل، راجیش کمار هرداسانی، سردار رمېش سنګھ اروړا هم موجود و۔ غړي او بېلو مكاتب فكر سره تعلق لرونكي علماﺀ كرام هم موجود وو۔ د قومي پېغام امن كمېټۍ غړو او علماﺀ كرامو سره ملاقاتو كښې د امن په بحالۍ او مذهبي همغږۍ سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښې هېواد كښې امن او ثبات ته په وده وركولو او د ترهګرۍ خلاف د ملي يوالې په حاجت خبرې وشوې۔ وفاقی وزیر ووئيل د سولې، روادارۍ او ملي یووالي پېغام ته وده وركول د وخت اهم حاجت دے۔ ده ووئيل قومي پېغام امن كمېټي د امن بحالۍ ٬ مذهبي همغږۍ او د ترهګرۍ خلاف قومي بيانيه مضبوطولو كښې خپل كردار ترسره كوي۔ عطاء تارړ ووئيل د اطلاعاتو وزارت د قومي امن كمېټۍ د لارې د امن او استحكام پېغام اولس ته رسوي۔ په دې موقع وفاقي وزير او د قومی پېغام امن کمېټۍ غړو د دارالعلوم حقانيه بېلو برخو دوره وكړه چرته چې هغه د دارالعلوم د مهتمم لخوا تعليمي او ديني خذمات په اړه خبر كړې شو۔ وفاقی وزیر د دارالعلوم دننه د تاريخي جومات جامع مسجد عبد الحق دوره هم وكړه۔ په دې موقع علماﺀ كرامو د قومي پېغام امن كمېټۍ پلېټ فارم څخه د امن بحالۍ او ملي يووالي عزم پخلي كولو سره امن ته وده وركولو او ترهګري ختمولو له په اجتماعي هڅو زور راوړو۔ وفاقی وزیر او د قومی پېغام امن کمېټۍ غړو شېخ الحدیث مولانا ادریس ترنګزئی، مولانا حامد الحق حقانی او مولانا سمیع الحق شهید لپاره د لوړو درجو دعا وكړه۔(اے پي پي وا ١٥٠٢)










